Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میدان وردګو کې د ښځو او نجونو ترمنځ د رواني ناروغیو زیاتوالی

په ميدان وردګو کې یو شمېر نجونې او مېرمنې وایي، د ښځینه‌وو پر کار او زده کړو له محدودیتونه وروسته، د دوی تر منځ د رواني ناروغیو کچه لوړه شوې ده.

قمر چې د ميدان وردګو د جلريز ولسوالۍ اوسېدونکې ده، پر رواني ناروغۍ اخته ده. نوموړې وایي، پخوا يې د کوچني کاروبار ترڅنګ زده کړې کولې، خو د وروستیو محدودیتونو له امله په کور ناسته او پر رواني ناروغۍ اخته شوې ده.

قمر طلوع نیوز ته وايي:«اوس بې کاره یم او په کور کې یوه معمولي خیاطي لرم، چې کار یې هم سم مخته نه ځي. زما رواني ستونزې هم ډېرې شوې دي.»

زده کوونکې شکېبا هم څرګندوي:«د نجونو تر ټولو سخته هیله چې وه ښوونځی، مدرسه او زده کړه وه. راتلوونکی یې درس و.»

بلې زده کوونکې مریم هم وویل:«ښوونځي ته نه ځم، که چېرې مې ویلای سږکال مې لسم ټولګي ته ارتقا کوله. اوس په کور ناستې شوې یوو، د ژوند ستونزې زیاتې دي، ژوند په سختۍ مخکې بیایوو.» 

ورته مهال روغتياپالان وايي په وروستيو کې د نجونو او مېرمنو تر منځ د رواني ناروغیو کچه په لوړېدو ده.

 د رواني ناروغیو ډاکټر حکمت وياړ وویل:«ښځې دې کارو بار ته ولاړې شي مقصد ارامي وي. له اسلامي امارته هیله کوو چې ښځې کار ته پرېږدي او ارامې وي.»

میدان وردګو اوسېدونکی شاه حسن وايي:«د ښځو په هکله له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده، چې هغوی ته یو کار او دنده پيدا شي. د یوې بوختیا، علم او ښوونځي، زده کړې او مدرسې زمینه برابره شي.»

اخوا د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وایي، د ښځینه‌وو د زده کړو او کار پرېکړې د اسلامي امارت په رهبرۍ پورې اړه لري او د رواني ناروغیو زیاتوالی د نړۍ په کچه عمومي مسله بولي.

د ميدان وردګو ولایت مقام د دفتر رییس احمدالله نظامي څرګندوي:«دا یوه عمومي ننګونه ده، زما په نظر نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې دغه ننګونه موجوده ده.»

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د وزګارۍ له امله پر رواني ناروغیو سربېره، کورنی تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه