Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې چاودنه

د چهارشنبې ورځې په مازدیګر کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت دروازې ته نږدې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ سره د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پېښه مرګ ژوبله لري. ښاغلي ځدراڼ د چاودنې د ډول، د قربانیانو او ټپيانو د کره شمېر په هکله هم جزیات نه دي ورکړي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

هغه ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، له چاودنې وروسته شېبې ښيي چې ګڼ شمېر خلک د سړک پر سر پراته دي. انځورونه همدارنګه څرګندوي چې یو ډېر شمېر کورنۍ د خپلو خپلوان په لټه کې دي او د ایمرجنسي روغتون د دروازې مخې ته راټول شوي دي.

تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت کوم چا او یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

هغه ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، له چاودنې وروسته شېبې ښيي چې ګڼ شمېر خلک د سړک پر سر پراته دي.

Thumbnail

د چهارشنبې ورځې په مازدیګر کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت دروازې ته نږدې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ سره د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پېښه مرګ ژوبله لري. ښاغلي ځدراڼ د چاودنې د ډول، د قربانیانو او ټپيانو د کره شمېر په هکله هم جزیات نه دي ورکړي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

هغه ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، له چاودنې وروسته شېبې ښيي چې ګڼ شمېر خلک د سړک پر سر پراته دي. انځورونه همدارنګه څرګندوي چې یو ډېر شمېر کورنۍ د خپلو خپلوان په لټه کې دي او د ایمرجنسي روغتون د دروازې مخې ته راټول شوي دي.

تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت کوم چا او یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه