Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو د چهارشنبې ورځې برید ته غبرګونونه

د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «په هېواد کې د حاکم اسلامي نظام په ضد جګړه او نور هر ډول تخریبي اعمال ترسره کول له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې دي او مرتکبین یې مجرمین دي.»

په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پر ټویټر دا چاودنه "د نه بښلو وړ جنایت او د اسلامي او بشري اصولو خلاف" عمل بللی دی.

ورته مهال د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په یو لړ ټوېټونو کې د پېښې له قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ دغه پېښه د انسانیت ضد جنایت او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

دغه چاودنه چې مرګ ژوبله يې هم اړولې ده، له نړيوال غبرګون سره هم مخ شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان، د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، په کابل کې د ایران سفارت، د بریتانیا سفارت او یوناما هم د دې برید په اړه غبرګون ښودلی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د دې برید په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي: «د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د ترهګریزو بریدونو د طرحه کوونکو د محاکمه کولو په برخو کې له افغانستانه پر ملاتړ ټينګار کوي. د دې لپاره چې، افغانستان وکولی شي خپل سیاسي ثبات او امنیت ترلاسه کړي؛ نو باید د هغو ډلو پر ضد چې په تاوتریخوالي او وینې توېیدنې کې لاس لري، مبارزه وکړي.»

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت د «بې‌ګناه خلکو» وژنه د شرم وړ بللې ده. دې سفارت پر ټویټر د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

بریټانیا هم دا "تاوتریخوالي او بې‌مانا" عمل رد کړی دی. د افغانستان لپاره د دغه سفارت شارژدافیر شارټر هوګو په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته ځانمرګی برید په کلکه غندلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانگ ونبین د دې چادنې په غبرګون کې وايي: «په دغه ترهګریز برید کې هېڅ چینایی وژل او یا هم ټپي شوی نه دی او موږ هیله مند یو چې، افغان لوری په دې تړاو پرېکنده او اغیزناک اقدمات ترسره کړي او په افغانستان کې د چیناييانو په ګډون د ټولو هېوادونو له وګړو او موسساتو په جدي توګه ساتنه وکړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د دې برید د غندلو په اړه لیکلي: «راپورنه د ولسي وګړو په ګډون د زیاتو تلفاتو ښکارندويي کوي. د نا امنیو ډېرښت په جدي توګه اندېښمنوونکی دی او تاوتریخوالی په افغانستان کې د تل پاتې سولې د رامنځته کېدو حل لاره نه ده.»

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په مخکې د چهارشنبې ورځې د چاودنې مسوولیت داعش منلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکي په ټول هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په مخکې د چهارشنبې ورځې د چاودنې مسوولیت داعش منلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه