Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکوي چې له افغانانو به ملاتړ وکړي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي او په‌دې لېدنه کې یې ډاډ ورکړی چې له افغانانو به ملاتړ وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو قطر به له افغان ولسه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني وايي: «موږ افغانستان ته د قطر پر بشري ژمنتیا، له افغان ولسه د ملاتړ لپاره پر پرېکنده دریځ او د هغو د شرافتمندانه ژوند پر حق ټینکار کوو.»

له دې سره سم، ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې پر بشري بحران اندېښنه څرګنده کړې ده.

په‌دې راپور کې راغلي چې دغه هېوادونه د تاوتریخوالي، د اقلیم د بدلون او اولیه خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له شدیدو بحرانونو سره مخ دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «هغه ژورې او پراخې اړیکې چې قطر یې له سترو قدرتونو سره لري، یقیناً په افغانستان کې د بشري بحران په حل کې مهم رول لوبولی شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي: «هغه مرستې چې نړیوالې ټولنې په تېرو اتلسو میاشتو کې له افغانستان سره کړې او د دې مرستو بندېدل مستقیماً د افغانستان پر خلکو اغېز کولای شي. په بد اقتصادي وضعیت کې، له بده مرغه دوی به زیانمن کړي.»

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، افغانستان په پرلپسې توګه درېیمه وچکالي او همداراز د اقتصادي رکود دویم کال تجربه کوي.

اقتصاد وزارت بیا د هېواد د اقتصاد د څرخولو او د خوړو د نه مصونیت پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو مرستې اغیزناکې ګڼي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «د ملګرو ملتونو له‌خوا د بشردوستانه فعالیتونو دوام او تمویل، زموږ د هېوادوالو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره او کار پیدا کولو برخو ښه رول لوبولی شي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي چې، د روان ۲۰۲۳ زیږیز کال تر مارچ میاشتې به په افغانسنتان کې ۲۰ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه