د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خصوصي غونډه کې د ښځو د کار او زده کړو د ځنډېدو په اړه د سرپرست حکومت د پرېکړې د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د دې غونډې په اعلامیه کې راغلي چې طالبان باید د افغانستان له ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د افغانستان په تېره بیا د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په تړاو د امنیت شورا دا غونډه د جمعې ورځې ناوخته پای ته ورسېده.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی وایي، چې ۱۱ هېوادونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په تړاو خپلې جدې اندېښنې څرګندې کړې.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی ایشیکان کېمیهیرو وايي:«موږ له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودونکې پرېکړې لغوه کړي او د امنیت شورا په ۲۵۹۳ پرېکړه لیک کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې له سیاسي او اقتصادي برخې نیولې تر ښوونیزې او عمومي فضا پورې د ښځو د برابر او مانا لرونکي حضور زمینه برابره کړي.»
د دې شورا غړو، برېټانیا، امریکا، سويیس آلبانیا، برازیل، اکواډور، فرانسې، جاپان، مالت، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو په یوې ګډه بیانیه کې د افغان ښځو او نجونو پروړاندې د طالبانو د وروستیو محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې لینډا ټوماس ګرېنفلډ هم څرګندوي:«نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نورو غړو ترڅنګ له طالبانو غواړو، چې ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپل محدودیتونه لغوه کړي. دغه حکمونه د دفاع وړ نه دي او د افغانانو د غوښتنو ښودنه نه کوي.»
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازولي ویلي:«له افغانانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو موټی او د پاموړ ملاتړ هېڅکله په دې کچه حیاتي نه و.»
د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په غبرګون کې وایي، چې سرپرست حکومت خپلې چارې د شریعت پر بنسټ ترسره کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«اسلامي امارت د نړۍوالو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې ویني؛ خو اسلامي امارت د خپل دین، اسلامي ارزښتونو، د خپل هېواد او د خپل هېواد ملي ګټو په تړاو مسوولیت لري چې ټولې چارې د اسلامي اصولو او شرعي احکامو مطابق تنظیم کړي.»
بل خوا، یو شمېر دیني عالمان په هېواد کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د محدودیت د لېرې کېدو غوښتنه کوي.
د دیني عالمانو د مجمع اجراییه رییس عبدالله احساني وویل:«اسلامي امارت باید په افغانستان کې ښځو ته کاري زمینه برابره کړي.»
دیني عالم او د سیاسي چارو شنونکی عبدالقادر قانع هم وايي:«هغه ښځې چې هغوی اړمنې دي او مجبورې دي چې کار وکړي، هغوی ته دې د کار زمینه برابره کړي.»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د جاپان او متحده عربي اماراتو په وړاندیز د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه، چې ټولو غړو یې پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر لېرې کېدو ټینګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه