Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چارواکو او شخصتیونو راستنېدل؛ په۳ میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ کسان راستانه شوي

له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون شمېرې ښيي چې په تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ سیاسي څېرې او د مخکيني دولت کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي چې بېرته راستنېدونکو کې وزیران، والیان او بېلابېل شخصیتونه شامل دي او دغه بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د دغه کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، تر اوسه ۴۷۱ سیاسي څېرې او د تېر حکومت چارواکي له شخصیتونو سره د اړيکو د کمېسیون د همغږۍ له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

ښاغلي وثیق وویل:«د وزارتونو د مرستیالانو په کچه باندې، د خپله وزیرانو په کچه باندې، د ولایتونو د والیانو او امنیه قومندانانو او دغسې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او پارلمان د مرستیالانو او غړو په کچه، په نظامي لیکو کې د استخباراتو افسران او جنرالان او قومندانان، همدغسې د پولیسو په لیکو کې یعنې د هرې کچې خلک دلته راغلي دي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د افغانانو په پاتې کېدو ټينګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزی څرګندوي:«دا زموږ د هر یوه دنده ده چې په دې هکله مبارزه او مجادله وکړو د بهر زمنیه ښايي مساعده وي ډېری وروڼه کولای شي د افغانستان سرحدونه ازاد دي هېچا د چا مخه نه ده نیولې، هر څوک کولای شي چې بهر ته ولاړ شي؛ خو بهر ته تګ د حل لار نه ده او هغه ژوند چې په هېواد کې دی، په بهر کې نشته.»

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، حکومت باید د هېواد د اشرافو له تجربو ګټه واخلي، څو هغوی له افغانستانه وتلو ته اړ نه شي.

د سياسي چارو کارپوه مصطفی مرتضوي وویل:«هغه کسان چې له افغانستانه بهر ته تللي دي، په ځانګړې توګه اغېزناکه شخصیتونه چې له افغانستانه بهر ته تللي دي که چرې وکړای شي د اعتماد جوړونې فضا رامنځته کړي، ډېره اغېزناک رول لوبولای شي باید د باور جوړونې فضا رامنځته شي.»

د سياسي چارو کارپوه عزيز معارج وايي:«باید د دوی له تجربو نه او د دوی له تخصص نه او د دوی له زده کړو نه باید ګټه پورته کړي او دوی داسې شرایط برابر شي چې به افغانستان کې پاتې شي.»

د شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د ثور میاشت کې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ جوړ شو.

دا کمېسیون دنده لري چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د هغو سیاسي، نظامي، فرهنګي شخصیتونو او ملکي وګړو د راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي، چې له هېواده بهر ته تللي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په افغانستان کې د افغانانو په پاتې کېدو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه