Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرسل نبي‌زاده کابل کې په خپل کور کې وژل شوې

د مخکیني دولت د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده، د یکشنې ورځې پر سهار په خپل کور کې وژل شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ طلوع نیوز ته وايي چې د مرسل نبي زاده سربېره د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی او په دې هکله پلټنې پیل شوې دي.

د مخکینۍ ولسي جرګې د دغې غړې کورنۍ وایي، چې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره مرسل نبي زاده او د هغې ساتونکی ترور کړ.

په دې پېښه کې د مرسل نبي زاده ورور هم ټپي شوی دی.

د مرسل نبي زاده مور وايي:«د ډزو غږ مو واورېد کله چې لاندې راغلو کسان نه وو او یوازې لور مې په وینو وه له زوی سره مې په تخت کې پرته وه، ساتونکی یې هم وژل شوی و.»

د مرسل نبي زاده خور هم وايي:«داسې کومه خبره نه وه چې موږ ووایوو چې شخصي دښمني وه که چېرې سیاسي موضوع وي پر هغې نه پوهېږو؛ خو له چا سره مو شخصي دښمني نه درلوده.»

بل خوا د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند طلوع نیوز ته وایي، چې د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ زیاتوي:«د څېړنې ډلې د پېښې سمې ته رسېدلي هلته څېړنې پیل شوې دي او هیلې شته چې مجرمین به ډېر ژر پيدا او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.»

مرسل نبي زاده په ۱۳۷۲ لمریز کال کې په ننګرهار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۳۹۷ کال کې یې د ولسي جرګې په اوولسمه دوره کې د پارلمان ته لار ومونده.

بل خوا د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ طلوع نیوز ته وایي، چې د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه