Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ژمي له پیله تراوسه په نشه‌يي توکو ۴۵ روږدي کسان مړه شوي

د هرات د امنیه قومندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي چې په دغه ولایت کې د ژمي له پیله تراوسه په نشه‌يي توکو ۴۵ روږدي کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

هرات کې روږدي کسان د هېواد د بېلابېلو ولایتونو دي چې د هرات ښار د سړک تر غاړو ګل دانونو او هدیرو کې شپې او ورځې تېر وي.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې له سړې هوا د معتادانو د ژغورنې لپاره، څه باندې ۳۵۰۰ روږدي یې راټول کړي او ګرم ځای ته یې بیولي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر حیات الله روحاني وايي:«سږ کال د سړې هوا له پیله تراوسه ۴۵ روږدي کسان مړه شوي او موږ د معتادانو د راټولو بهیر پيل کړی دی.»

ټاکل شوې پر نشه روږدي دغه کسان له حمام کولو وروسته د درملنې خصوصي مرکزونو ته ولېږدول شي. دوی خوشحاله دي چې له سړې هوا وژغورل شول او له درمنلې وروسته عادي ژوند ته ستنېږي.

په نشه‌يي توکو روږدي صفدر وویل:«نور بس ده توبه مې کړې، غواړم چې څو ورځې صحتمن واوسم او د الله عبادت وکړم.‎»

په نشه‌يي توکو بل روږدی محمد رسول هم وايي:«بیرون هوا سړه وه خوشحاله یم چې موږ یې دلته راوستلو او زموږ درملنه کېږي.»

د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د معتادانو د درملنې ۱۶ مرکزونه فعال دي. په دغو مرکزونو کې د روږدو کسانو درملنه تر ډېره د خلکو، سوداګرو او حکومت په مالي ملاتړ کېږي.

هرات کې د معتادانو د درملنې خصوصي مرکزونو مسوول ضیاءالدین مالدار څرګندوي:«که چېرې خلک له موږ سره همکاري وکړي کولای شو چې د ډېرو روږدو کسان درملنه وکړو او که همکاري ونه کړي ستونزمنه ده.»

د هوا په سړېدو سره، هرات ښار کې د بې سرپنا معتادانو ژوند خورا سخت شوی دی. د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې په نشه‌یي توکو روږدي اووه زره کسان شتون لري چې ډېری یې د اوسېدو ځای نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه