Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا له پرچاوۍ د کابل مېشتو او صنعت کارانو شکایت

د کابل ځينې اوسېدونکي په پلازمېنه کې د برېښنا پر دوامداره پرچاوۍ نیوکه کوي او وايي چې د برېښنا نشتوالی هغوی له ستونزو سره مخ کړي او سرپرست حکومت باید په دې برخه کې په جدي توګه پآملرنه وکړي.

د برېښنا نشتوالي د اوبو رسونې سسټم هم ګډوډ کړی دی.

د کابل اوسېدونکې شبانه وايي:«د برېښنا ستونزې زښته زیاتې دي، په ځانګړې توګه په مکروریان کې د دې لپاره چې له ګازه استفاده نه شو کولای. ماشومان مې واړه دي که ګاز یې ونیسي، تاسې په خپله پوهېږئ چې ناروغۍ څومره زیاتې دي او سږکال مرکز ګرمۍ یې هم فعالې نه کړئ.»

د کابل بل اوسېدونکی شېرزی هم څرګندوي:«د اوبو له ستونزو سره مخ کېږو، د دې لپاره که برېښنا نه وی اوبه له کومه کېږي.»

د برېښنا کموالي د هېواد د کارخونو پر تولیداتو هم منفي اغېز کړی دی. د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې اوس‌مهال د صنعي پارکونو برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې ده او صنعتکارانو له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«موږ حتا یو ساعت هم برېښنا نه لرو. له حرارتي برېښنا چې په اضطراري شرایطو کې له هغه کار اخیستل کېږي، ۱۰۵ میګاواټه ده. هیله لرم چې د ازبیکستان د برېښنا تر نښلول کېدو له دغې برېښنا استفاده وشي.»

بل خوا د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې اوس‌مهال د پلازمېنې یوازې ۳۰ سلنه برېښنا له کورنیو سرچیني او حرارتي دستګا برابرېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي:«هڅه کوو چې د اړتیا د پوره کولو لپاره د شپې یا د ورځې یو یا دوه ساعته استوګنیزو سیمو ته برېښنا برابره کړو.»

اخوا، د افغانستان د برېښنا شرکت پخوانی رییس وایي، چې په هېواد کې د دوامدارې برېښنا لپاره اړتیا ده، چې د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وشي.

د افغانستان برېښنا شرکت رییس امان الله غالب څرګنده کړه:«په کورنیو تولیداتو پانګونه یا له کورنیو سرچینو چې د ډبرو سکاره دي کولای شو ډېره په اسانۍ پر پانګونه وکړو، ځکه د افغانستان سکاره ډېر دي او اوس هم ګاونډيو هېوادونو ته صادرېږي.»

تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت د ازبیکستان او تاجیکستان له چارواکو سره د وارداتي برېښنا په برخه کې جلا جلا تړونونه لاسلیک کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه