Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اسلامي امارت سره د تعامل پر دوام د قطر بهرنیو چارو وزیر ټینګار

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د سه شنبې په ورځ د سویس د اقتصادي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

دغه قطری چارواکی په دې باور دی که څه هم د سرپرست حکومت ځینې کړنې مایوسه کوونکي دي؛ خو په افغانستان کې د بدلون یوازينۍ لار له اسلامي امارت سره تعامل دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي:«موږ له پیله هڅه کوو چې له (اسلامي امارت) سره مستقیماً او یا هم د سیمې له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له هغو اسلامي هېوادونو سره چې د افغانستان لپاره مهم رول لري، د ټولنیزو او اقتصادي مسایلو په اړه اړيکه ټينګه کړو. مونږ حتی کوشش کوو، چې په کندهار کې له چارواکو سره خبرې وکړو؛ خو تر اوسه نه يوو بريالي شوي؛ خو په سیمه کې او له یو شمېر اسلامي هېوادونو سره خپلو سلا مشورو ته دوام ورکوو، څو د یوې ډلې هېوادونو په توګه له هغوی سره خبرې وکړو."

بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم د بلجیم د پارلمان له ځینو غړو سره په لیدنه کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره خبرې به د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

بل لوري ته اسلامي امارت د قطر د بهرنیو چارو د وزیر د ځينو څرګندونو ستاینه کوي او ټینګار کوي چې ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«واقعیت هم همدا دی، چې له اسلامي امارت سره تعامل وشي او ټولې هغه اندېښنې چې وجود لري په هغې خبرې او بحث وشي. له بعضې مسايلو بايد د سياسي فشار په توګه ګټه وانه خيستل شي، په ځانګړې توګه له بشري مسايلو څخه.»

د سياسي چارو کارپوه عبدالملک افغان وویل:«نه يوازې دا چې نړۍ بايد له طالبانو سره تعامل وکړي، بلکه اسلامي امارت هم بايد د ولس او نړۍ غږ واوري، ځکه چې نننۍ نړۍ د يوه کلي په شان ده او بايد د کلي د قوانيونو احترام وشي.»

د سياسي چارو کارپوه احمد خان اندړ هم زیاتوي:«د اسلامي امارت له واکمنۍ اوولس میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو یو شمېر هېوادونو له سرپرست حکومت سره د اړیکو د ساتلو په موخه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.»

د اسلامي امارت له واکمنۍ ۱۷ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو یو شمېر هېوادونو له سرپرست حکومت سره د اړیکو د ساتلو په موخه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.   

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه