Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد له ۳۲ ولایتونو د څه باندې ۱۰ زرو روږدو کسانو راټولول

په وروستیو ۳ ورځو کې په ۳۲ ولایتونو کې په نشه‌يي توکو څه باندې لس زره روږدي کسان راټول شوي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وایي، یوازې زر روږدي کسان له پل سوخته او د کابل له نورو څنډو را ټول شوي دي.

د کابل اوسېدونکی مهدي وايي: «څو ورځې شوې چې ټول کړي یې دي، خلک ارامه او خوشاله دي.»

د سرک غاړي پلورونکی محمد نبي وايي: «دلته چې به کېناستلم، بلې خوا ته چې به مې مخ شو، مخکې له مخکې به یې رانه بوټان وړي وو، له دغو کسانو یې هم څو ځله شیان وړي دي.»

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت مسوولان وايي، له دریو ورځو راهیسې د کابل له پل سوخته او نورو سیمو نږدې پنځه زره روږدي کسان راټول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي وايي: «په ولایونو کې د لس زره او پنځه سوه په شاوخوا کې معتادین راټول شوي او صحي مراکزو ته استول شوي دي.»

اته څلوېښت کلن احمد له اتو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو روږدی دی، خو له اوو ورځو راهیسې یې دلته درملنه روانه ده.

په نشه‌يي توکو روږدی احمد وايي: «د خدای په فضل دردونه مې جوړ او روغ شوي. له دې خلکو زر ځله خوښ یوو چې په دې ژمي کې یې خلک راټول کړل، که نه په‌دې سړې هوا کې یې نیم مړه کېدل.»

په نشه‌يي توکو روږدی نجیب زیاتوي: «له نېکه مرغه دا به زموږ تقدیر و چې راولېږدول شولو او روغ شولو.»

په نشه‌يي توکو د زر بستریز روغتون مسوولان وايي، اوس نږدې ۳ زره روږدي کسان دغه روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د دې روغتون رییس عبدالناصر منقاد زیاتوي: «اوس‌مهال موږ ۲۷۶۰ کسان لرو، پخوا هم موږ تقریقباً ۱۳۰۰ کسان درلودل، تقریباً دا څلور، څلور نیم زره کسان کېږي.»

له دې سره سم، کابل ښاروالي وايي، له همکارو بنسټونو سره یې د پل سوخته سیمې د زرغونتیا طرحه شریکه کړې ده.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: «په خپله به په پل سوخته کې ډېر تغیرات راشي، یوه نوې بڼه به غوره کړي او خلک به دې ځایه ښه نظر ولري دا چې لکه د پخوا په څېر یې ترې درلوده.»

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۳ مېلیونو ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه