Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې له اړمنو سره د اسلامي همکارۍ سازمان مرستو پیلول

د اسلامي همکارۍ سازمان، په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړه.

د افغانستان لپاره د دې سازمان سفیر وایي، دغه مرستې به د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې له ۲۸۰ زره زیاتو کورنیو ته ووېشل شي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش وايي: «دغه پروژه ۴۷ زره او ۴۰۰ خوراکي بستې لري. هره بسته ۶۲ کیلوګرامه وزن لري او لومړني خوراکي توکي لکه، اوړه، وريژې، غوړي، خُرما، لوبیا او بوره چې ډېری کورنۍ ورته اړتیا لري، په‌کې دي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې اړمنې کورنۍ په نښه شوي او په وینا یې ډېر ژر به له دغو مرستو برخمنې شي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست وایي، تر اوسه یې ۴۸ زره کورنیو ته مرستې برابرې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مطیع الحق خالص زیاتوي: «د شرق او د غرب اوسېدونکي په هره ژبه چې خبرې کوي او له هر مذهب سره چې تعلق لري، هغه خپل ملت ګڼي او کوښښ کوي چې ټولو مستحینو ته په مساویانه ډول کمکونه ورسوي.»

یو شمېر بې‌وزلې کورنۍ د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له دغو مرستو هرکلی کوي.

د کابل اوسېدونکی غلام رضا وايي: «مرستې یې باید تل‌پاتې وي او د افغانستان هرې سیمې ته یې باید مرستې ورسېږي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالوحید زیاتوي: «په ټول افغانستان کې ټول خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، موږ هم اقتصادي ستونزې لرو، کاروبار نه‌شته.»

تر دې مخکې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د مرستو د وېشنې بهیر پر څرنګوالي نیوکې کړې وې او له اړوندو بنسټونو یې غوښتي وو چې، خپلې مرستې تر مستحقو کورنیو ورسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه