Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ډېرېدل

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په هېواد کې د سړې هوا له امله د مړو شمېر ۷۸ تنو ته زیاتوالی موندلی.

د دغه وزارت مسوولان وايي، دغه کسان یوازې په وروستیو نهو ورځو کې مړه شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي وايي: «دا وزارت له دولتي ادارو او موسسو سره په همغږۍ د ژمي پلان له مخې له څه باندې یو مېلیونو کسانو سره خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.»

بل لور ته، یو شمېر کابل میشتي وایي، د سون توکو د پېرلو وس نه‌لري او روان ژمی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شیلا ۱۰ ماشومان لري او په دې ژمي کې یې دومره وس نه وو چې، د خپل کور د تودولو لپاره سون توکي وپېري. دا وايي، د ژمي دغه یخې شپې او ورځې په ډېرې سختۍ سره تېروي.

بې‌وزله شیلا وايي: «په کور کې لس کسان یوو، واړه واړه ماشومان لرو، په خدای قسم چې موږ اوس په کور کې بخارۍ نه‌لرو، تودولو لپاره هېڅ نه‌لرو.»

بې‌وزله وايي: «یوه زړه صندلۍ لرو، یو څه پر اچوو، ټول ماشومان ورته راټولېږو او ویده کېږو.»

ورته مهال د هوا پېژندنې ادارې مسوولان وايي، د تېر کال پر تله سږکال د یخنۍ درجه دوه برابره شوې او په وینا یې غور ولایت له منفي ۳۴ درجې سړې هوا سره د افغانستان تر ټولو یخ ولایت ګڼل شوی دی.

د هوا پېژندنې ریاست د هوا اټکلونو وضعیت مدیر محمد جمعه نوروزی وايي: «په افغانستان کې چې هوا سړه شوې، ډېره سړه هوا په سویل  لوېدیځ، لوېدیځ، شمال، شمال ختیځ او مرکزي ولایتونو کې وه او دا هوا به تر راتلونکې اوونۍ پورې وي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومت او مرستندویانو غواړي چې، له اړمنو سره په دې سړه هوا کې باید بېړنۍ مرستې وشي.

د کابل اوسېدونکی رامین زیاتوي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې د ژمي په موسم کې هغه کسان چې څه نه‌لري، بې‌وزله او ناچاره دي، باید له هغوی سره مرسته وکړي.»

د کابل اوسېدونکی غلام نبي وايي: «اول دا زه خپله که ماته حکومت معاش رانه‌کړي، د دولت په جیب کې زما پیسې د امانت په ډول پاتې دي، هره میاشت یې زما له معاش اخیستې دي. هغه یو څو سلنه خو یې یوه یا دوه میاشتې وروسته ما ته راکړي، موږ به څه کوو؟»

سړه هوا او د واورې ورېدنې په یو شمېر ولایتونو کې د لارو د بندېدو لامل شوي او همدې چارې بیا د مرستو رسونې بهیر هم ټکنی کړی دی.

شریک یي کړئ