د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل یوه اړتیا ګڼي.
دغه ایراني چارواکي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې د ټولګډونه حکومت پر جوړیدو او ښځو پر زدهکړو ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان وايي: «پر دې موضوع ټينګار لرو چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه دولت جوړېدو ته اړتیا ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار پر ځنډول کېدو هم نیوکې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي: «موږ له زده کړو او کاره د نجونو او ښځو د محرومولو په تړاو د افغانستان د حاکمه موقت هیات کړنې د اسلام له رحماني دین سره په تعارض کې ګڼو.»
د چارو ځینې شنونکي د نورو او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو په فرمایش د حکومت جوړېدل د هېواد په زیان بولي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد بشار وايي: «تاریخ دا ثابته کړې چې د نورو هېوادونو فرمایشونو او غوښتنو سره سم چې کوم حکومتونه په افغانستان کې جوړ شوي، د افغانستان ستونزې خو یې نهدي حل کړي، البته لا ډېرې ستونزې یې په افغانستان کې زېږولي دي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «له شک پرته په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او د افغانستان حالاتو ته په کتو، کولای شي د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ ستونزې حل کړي.»
د اسلامي امارت مسوولینو ونه غوښتل چې، په دې اړه خبرې وکړي؛ خو تر دې مخکې یې د ټول ګډونه حکومت د جوړدېدو په تړاو د ګاونډيو هېوادونو غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د نظام او ټولګډونه حکومت جوړول، زموږ کورنۍ موضوع ده او اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه د خپل هېواد په اړه په خپله پرېکړې کوي.»
تر دې مخکې ټاس خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي وو چې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ډاډ ورکړی وو چې، د اسلامي امارت رهبري د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو او همداراز د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو کار کوي.
په دې اړه مو اندونه