Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بریټانیا پارلمان: له افغانستان سره د بشري مرستو د کمولو وخت نه‌دی

د بریټانیا د پارلمان ځينو غړو په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په اوسنی وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو د راکمولو وخت نه‌دی.

دوی د بریټانیا له بهرنیو چارو وزارته غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د بریټانیا د پارلمان ځینې غړي وايي، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او بریټانیا باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د بریټانیا د پارلمان غړی دن جارویس وايي: «په مرستو کې دغه اختلال په ډېر سخت حالت کې دی؛ ځکه دغه هېواد له یوه وحشتناک بشري بحران سره مخ دی. ۲۸ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او د قحطۍ وضعیت د رامنځته کېدو په حال کې دی. خلک مري او د مرستو رسونې په بهیر کې د ښځو له ګډون پرته به ډېر خلک ومري.»

له دې سره سم، د بریټانیا د نړۍوالې پراختیا وزارت وايي، ۴۷ بنسټونو په افغانستان کې په بشپړه توګه خپل فعالیتونه درولي او یا هم خپل فعالیتونه یې راکم کړي دي.

د بریټانیا د نړۍوالې پراختیا وزیر انډرو میچل وايي: «په ټول افغانستان کې په غیر دولتي بنسټونو کې ۳۰ تر ۴۰ سلنې کارکوونکي ښځې دي. د بشري مرستو په چارو کې د ښځو ګډون مهم دی. هغوی هغو کسانو ته چې نارینه ورته لاسرسی نه لري، رسېدنه کوي. دوی نجونو او ښځو ته حیاتي مرستې برابروي.»

د سیاسي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: «په افغانستان کې د یو شمېر دندو له منځه تلل او همداراز د هېواد د وګړو د عایداتو د کچې راټیټېدل، دا ټول د دې باعث شول چې افغانستان له سخت اقتصادي ځوړ سره مخ شي.»

له بل لوري د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې، افغانستان له څه باندې یوه کال راهیسې له بې مخینې لوږې سره مخ دی او له پنځو پرلپسې میاشتو راهیسې له هرو لسو کورنیو ۹ کورنۍ لا هم کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د کابل یو بل اوسېدونکی علي محمد زیاتوي: «افغانانو ډېرو مرستو ته اړتیا لري، ژمی راغلی دی، کاروبار او څه نه‌شته، مرستو ته ډېره اړتیاده ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي چې، په ۲۰۲۲ کال کې یې ۲۵ اعشاریه ۵ میلیونه کسانو ته بشري مرستې رسولي؛ خو یو شمېر هېوادوال بیا د مرستو د وېشنې پر څرنګوالي نیوکې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه