Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري: اسلام اباد د افغانستان خاوره کې د عملیاتو د ترسراوي هوډ نه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سویس په داووس کې د اقتصاد مجمع د غونډې په څنډه کې د ترکیې د آناتولي خبري آژانس ته وايي، چې اسلام آباد د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو په لټه کې نه دی او اسلام آباد  له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پوځي لاسوهنې ننګه نه کوي.

بلاول بوټو زرداري وايي:«له پولې اخوا د ترهګرۍ د نه مخنیوي په صورت کې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان مستقیم اقدام په دې مانا نه دی چې پاکستان به له خپلې پولې بهر د افغانستان په خاور کې بع عملیات ترسره کړي.»

پاکستانی خبریال طاهرخان طلوع نیوز ته وايي:«د بلاول بوټو د خبرو موخه دا ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابه فضا چې په دې وروستیو کې ترینګلې شوې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کوي، چې اسلام آباد د ترهګرۍ د ستونزې د هواري په برخه ګې د افغانستان له اوسني حکومته ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري زیاتوي:«د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د طالبانو له لنډمهالي حکومته د ملاتړ انتخاب غوره ګڼو. لېواله یوو چې له دغه ګواښ سره د مبارزې لپاره د طالبانو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې مرسته وکړو. زموږ لپاره به هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د ستونزې د حل تر ټولو مشروع لار د طالبانو له حکومته ملاتړ وي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«موږ په خپله خاوره کې ډاډ ورکوو او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې کوم اقدام ولري او د هغوی پر ضد درېږو په ټول کې امنیت د ټولو په خیر دی، د پاکستان په ګډون خپلو ټولو ګاونډیو ته پیغام ورکوو چې موږ د سیمې د امنیت د تامین په برخه کې جدي یوو.»

د سیاسي چارو شنونکی وایي، که اسلام آباد له دوه ګوني سیاسته لاس واخلي، په بېلابېلو برخو په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به یې رول اغېزناک وي.
  
د سیاسي چارو شنونکی حامد عزیز څرګندوي:«پاکستان دې خپل دایمي سیاست نه تعقیب وي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې هیله بښوونکې دي، ان شاالله د ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان خاورې ته درناوی وکړي.»

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و، که چېرې کابل د پاکستاني طالبانو د تحریک د پناه ځایونو د له منځه وړو په برخه کې ګام پورته نه کړي، ښايي اسلام آباد يې پر پناه ځایونو برید وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه