Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبیکستان له لوري د برېښنا پر پرېکېدو د بهرنیو چارو وزارت نیوکه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، له ازبیکستانه غواړي چې افغانستان ته د برېښنا د لېږد پر تړون عمل وکړي.

امیرخان متقي چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې وینا کوله، نیوکه وکړه چې ازبیکستان خپله صادراتي برېښنا په ستونزمنو شرایطو کې پرې کړې ده.

د ښاغلي متقي د څرګندونو پر بنسټ، ازبیکستان له برېښنا شرکت سره د څه باندې ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد تړون لاسلیک کړی دی.

امیرخان متقي وویل:«په هغه وعده باندې دې له موږ سره ودرېږي چې زموږ له برېښنا شرکت سره یې د برق وعده کړې ده چې څه باندې ۴۰۰ میګاواټه برق به افغانستان ته ورکوي، متأسفانه اوس یې هغه برق قطع کړی دی او هېوادوال له مشکل سره مخامخ دي.»

ځينې کابل مېشتي وايي چې د هوا له سړېدو سره، د برېښنا پروچاوۍ هم په بې مخنیې توګه زیاتې شوې دي او له یوې اوونۍ راهیسې، په هرو ۲۴ ساعتونو کې یو ساعت یا له یوه ساعت کمه برېښنا لري.

د کابل اوسېدونکی حشمت وايي:«کله چې تړون کېږي باید برېښنا پرېږدي برېښنا ته باید ډېره پاملرنه وي.»

بل کابل مېشتی موسی هم څرګندوي:«اسلامي امارت باید د برېښنا غم وخوري چې د افغانستان خلک له ستونزو خلاص شي.» 

د پلازمېنې اوسېدونکي له اسلامي امارته په ځانګړې توګه له برېښنا شرکته غواړي چې د پلازمېنې د اړتیا وړ برېښنا تامین کړي.

افغانۍ د کابل اوسېدونکې ده او د برېښنا په تړاو داسې وايي:«د شپې نیم ساعت برېښنا پرېږدي، ستونزې بیخې زیاتې دي تاسې پوهېږئ چې په مکروریانو کې بخارۍ او نور شیان نه پرېږدي په ډېرو ستونزو په کازي بخارۍ خپل کور ګرم وو.»

ورته مهال د برېښنا شرکت د برېښنا کمښت مني؛ خو ډاډ ورکوي چې د برېښنا د پرچاویو د کموالي لپاره هڅې روانې دي.

د کابل برېښنا رییس حکمت الله اخندزاده طلوع نیوز ته وايي:«شپه او ورځ هڅې کوو چې خپلو خلکو ته برېښنا برابره کړو، او په هر حال دا ستونزه به حل کړو.»

افغانستان د خپل د وړتیا وړ برېښنا له ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایران څخه وارد وي او اوس چې د ځينو دغو هېوادونو برېښنا پرې شوې ده، کابل او ځينې نور ولایتونه د برېښنا له کموالي سره مخ شوي دي. 

د برېښنا شرکت د برېښنا کمښت مني؛ خو ډاډ ورکوي چې د برېښنا د پرچاویو د کموالي لپاره هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه