Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د طبیعي پېښو او ګاز نیولو له امله د څه باندې ۱۰۰ تنو مړینه

له دوو اوونیو په کمه موده کې، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰ تنه د طبیعي پېښو او ګاز نیولو له امله مړه شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دغه کسان د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې، د سړې هوا، سېلابونو، اورلګېدنې او ګازو نیولو له امله ژوند بایللی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وویل:«په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰۴ کسان شهیدان شوي، ۵۰ هستوګنځي په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي.»

اته ویشت کلن عبدالظاهر د غور ولایت اوسېدونکی وايي چې په وروستیو ورځو کې يې د سړې هوا له امله خپل یو ماشوم له لاسه ورکړی او د درېیو نورو ناروغه ماشومانو درملنه یې روانه ده.

دی وایي، د بد اقتصادي وضعیت له امله د ژوند امکاناتو د پوره کولو وس نه لري:«وروره څه مو د سوځولو لپاره نه درلودل، ماشومان مې ناروغ شوي، یوه په شهادت ورسېده او درې نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.»

بل خوا، ځينې هېوادوال زیاتوي، د هوا سړښت، ډېری بې وزله کسان له ستونزو سره مخ کړي دي.

د فاریاب ولایت اوسېدونکی محمد عصیم هم څرګندوي:«ډېری کورنۍ او کسان په اوسنیو شرایطو کې شته، چې د خوړلو، څښلو او د کور ګرمولو لپاره څه نه لري.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېرو دوه اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبيعي پېښو په ځانګړې توګه د هوا سړښت له امله د ځاني تلفاتو سربېره، زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه