Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوټرش افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز لغوه کېدو غوښتونکی شو

د زده کړو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش له سرپرست حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بندیز لغوه کړي.

د ملګرو متلونو سرمنشي د جنورۍ په ۲۴مه د زده کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وایي، چې هغه وخت رارسېدلی چې ټول هغه قوانین او حرکتونه چې د زده کړو مخه نیسي، پای ته ورسېږي.

ښاغلي ګوټرش وویل:«زه په ځانګړې توګه په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غواړم چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو ظالمانه او ناکامه ممنوعیت لغوه کړي.»

د زده کړو نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې یونېسکو سږکال دغه ورځ افغان زده کوونکو نجونو ته ځانګړې کړې ده. دغه ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې زده کوونکې او محصلې نجونې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستو په تمه دي.

زده کوونکې اسما طلوع نیوز ته وویل:«نه پوهېږم چې نن ورځې یې په کومه موخه د زده کړو ورځ تعیین کړې ده په داسې حال کې چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.»

د زده کړو په نړیواله ورځ یو شمېر زده کوونکې او محصلانې له سرپرست حکومته غواړي، چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو او دغه راز پوهنتونونو په تړاو بیا کتنه وکړي.
 
زده کوونکې ارزو وايي:«موږ هیله لرو داسې ورځ هم راشي چې زموږ ښوونځي بېرته پرانستل شي.»

محصله حسنا هم وویل:«پوهنتونونه یې د نجونو په مخ تړلي دي زه ونه توانېدم چې د خپلې راتلوونکې وړاندوینه وکړم او دا راته ډېره اندېښمنوونکې ده.»

بل خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، چې اوس‌مهال نږدې یو مېلیون او سل زره نجونې ښوونځيو ته او تر سلو زرو زیاتې نجونې پوهنتونونو ته له تلو محرومې دي.
  
د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي:«تمه کې ده چې په افغانستان کې حاکمې ډلې د دغې ورځې په ځانګړې لمانځنې سره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستو لپاره د افغانستان د خلکو انتظار ته یې د پای ټکی اېښی وی.»

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافېرې پر خپل ټوټېر لیکلي دي، چې د زده کړو د ورځې لمانځل سخت دي، ځکه په افغانستان کې ښځې او نجونې له دغه حقه بې برخې دي.
              
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن دېکر لیکلي:«زده کړه په واقعیت کې د افغانستان د راتلونکي لپاره پانګونه ده او نجونې او هلکان باید ورته لاسرسی ولري.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې هکله وايي:«مهمه یې دا ده چې دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده او که چېرې یو حکومت د خپل د خلکو غوښتنې واوري ورسره نږدې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یا یونېسکو سږکال د زده کړو د نړۍواله ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافېرې پر خپل ټوټېر لیکلي دي، چې د زده کړو د ورځې لمانځل سخت دي، ځکه په افغانستان کې ښځې او نجونې له دغه حقه بې برخې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه