د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په هغې لیدنه کې چې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره یې لرله، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په هکله خبرې اترې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغې لیدنه کې زده کړې د ټولنې بنسټېزه اړتیا ګڼي او زیاته وي چې د ښځو پر زده کړو او کار به لګېدلي محدودیتونه دایمي نه وي.
ښاغلي ټکور وویل:«په دې لیدنه کې په کار، زده کړو او د ښځو په تعلیم بحث ترسره او د کورنیو چارو سرپرست وزیر یادو موضوعاتو ته په اشارې وویل چې دا بندیزونه دایمي نه دي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم په دې هکله څرګنده کړه:«د اسلامي امارت مشرتابه ته یې وړاندیز وکړ، په هغو ځایونو کې چې د ښځو د کار حضور ته اړتیا لیدل کېږي هلته باید هغوی ته د کار اجازه ورکړل شي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال چې د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، د اسلامي امارت له چارواکو سره د خپلو کتنو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست، د پوهنې وزارت له سرپرست او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره هم کتلي دي او د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په ګډون یې د بېلابېلو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.
په دغو کتنو کې د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي کار او تحصیل د ښځو حق ګڼي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس څرګندوي:«موږ باید د یو بل پر کړنو تر دې زیاتې نیوکې ونه کړو، ځکه ډېرې نیوکې د تفاهم لارې تړي، خو د ښځو پر کار او زده کړو ټینګار کوو، چې باید دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.»
خو په وروستیو ورځو کې به افغانستان ته د ملګرو ملتونو د چارواکو د سفرونو موخه څه وي؟
د سیاسي چارو شنونکي احمد منیب وویل:«دغه لیدنې چې د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لري، د دې پرځای چې ډېره ګټه یې ښځو ته وي، ډېره هڅه کېږي چې د اسلامي امارت پر ضد د امریکا تشویقي او تنبیهي سیاست استفاده کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع هم طلوع نیوز ته وايي:«دا مهمه او اساسي ده چې افغان حکومت دننه په افغانستان کې بنسټيز اصلاحات راولي او په ځانګړې توګه د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، د پاملرنې موسسې رییس، د یونېسف د اجراییه ریاست مرستیال، د ماشومانو د ملاتړ سازمان مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال، افغانستان ته د ملګروملتونو د دغه راغلي پلاوي غړي دي.
په دې اړه مو اندونه