Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان افغانستان کې د خوړو نړۍوال د فعالیتونو بیا پيل رد کړ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سرپرست حکومت له وروستیو حکمونو سره په مطابقت د خوړو د نړۍوال پروګرام د فعالیتونو د بیا پیلېدو په تړاو د راپورونو خپرېدل رد کړل.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دغه سازمان اړوند بنسټونه د ښځو له حضور پرته نه شي کولی په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

خو د خوړو نړۍوال پروګرام بیړنۍ څانګې په ډسمبر او جنورۍ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۳ مېلیونه کسانو ته لازمې مرستې برابرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند اسټفان دوجاریک وویل:«که د خوړو نړۍوال پروګرام وي او یا هم د بشري مرستو ټول سیستم، زه فکر کوم چې، مارټین ګریفیټس په واضحه توګه ویلي، ملګري ملتونه نشي کولی د ښځو له فعال مشارکت پرته بشري مرستې برابرې کړي. دا کار هم له عملي اړخه لازمي دی او هم له اخلاقي اړخه یوه اړتیا ده.»

د خوړو نړۍوال پروګرام هم په یوه راپور کې ویلي چې، په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کارونو د منعه کېدو په تړاو د سرپرست حکومت پرېکړې په دغه هېواد کې د دغه سازمان فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې، د خوړو نړۍوال پروګرام ۱۹ شریکانو هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر وايي:«د دغو مرستو بندېدل کولای شي چې د اقتصاد ستر چاپېریال ته زیان ورسوي او هغه نسبي ثبات چې په تېرو څو ورځو کې د اسعارو په نرخ کې راغلی و، دا ثبات هم له منځه وړي.»

له دې سره سم، د کابل ځينې اوسېدونکي وايي، تر بل هر وخته په اوسنیو شرایطو کې بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري.

د کابل اوسېدونکي محمد ولي تلاش وویل:«له دولتي بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو څخه مو هیله دا ده چې په دغو شرایطو کې له خلکو سره مرسته وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی ذبیح الله هم وايي:«که د شپې ډوډۍ وي د سهار نشته، کار هم نشته کراچۍ لرم هېڅ هم نشت، سهار څلور بجې راویښ شوی یم تراوسه مې لس افغانۍ کار نه دی کړی.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې، په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې ۱۷ مېلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ شي او له دې منځه به ۶ مېلیونه یې د خوړو د نه مصونیت له ناورین سره مخ شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه