Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سویډن کې د قرانکریم د سوځول کېدو په غبرګون کې د افغانانو لاریونونه

زرګونو افغانانو نن (جمعه) په یو شمېر ولایتونو کې په سوېډن کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکي وایي، ژر تر ژره دې د دې پېښې عامل ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

څه موده وړاندې یو سویډني فعال د سویډن په استکهولم ښار کې د ترکیې سفارت مخې ته د قرانکریم یوه نسخه وسوځوله چې دې کار یې د اسلامي هېوادونو بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.

د کابل د علماوو شورا مشر سلطان بیک وايي: «موږ هېڅ وخت د خپل سپېڅلي کتاب قران عظیم پر وړاندې هېڅ ډول سپکاوی نه منو.»

دیني عالم نورالدین وايي: «دوی د الله له کلام څخه د دفاع لپاره راټول شوي او چا چې دا کار کړی، مطلق کافر او جهنمي دی.»

لاریون کوونکي د سویډن له حکومت غواړي، چې د قران کریم د نسخې د سوځولو عاملین باید د نړیوالې محکمې له خوا په سزا ورسول شي.

د پوهنتون استاد جاوید مومند وايي: «هغه جنایت چې تر سره شوی، دې جنایت کارانو او عاملینو ته باید سخته سزا ورکړي چې په راتلونکې کې د مسلمانانو دغه احساسات را و نه پاروي.»

د لوګر د ولایتي شورا پخوانی مشر سید قریب‌الله سادات وايي: «د کابل خلک په عیدګاه جومات کې راټول شوي او دا کړنه غندي او دا کار د انساني او اسلامي اصولو خلاف ګڼي.»

د جمعې په ورځ د بغلان، بلخ، بادغیس او نیمروز په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې هم لاریونونو دوام درلود.

د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور مشر مطیع الله متقي زیاتوي: «د مسلمانانو تر منځ اتفاق راولي او له کفارو سره نفرت زیاتېږي.»

د نیمروز ولایت اوسېدونکی مجیب‌الرحمان وايي: «موږ دا عمل په سخته ردوو او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې قران او د بشریت لارښود ته سپکاوی وکړي.»

د بغلان ولایت اوسېدونکی الهام‌الله نبي زوی وايي: «هغه کسان چې د دیموکراسي او د بشري حقونو ملاتړي ځان ته وايي، نن دوی زموږ دین ته توهین کوي، موږ د هېچا دین ته توهین نه‌دی کړی او دا اجازه به هېچا ته ور نه‌کړو.»

د راسموس پالودان په نوم یو سویډني فعال د شنبې په ورځ د سویډن په پلازمینه اتکهلم ښار کې د قران کریم یوه نسخه وسوځوله، چې د نوموړي دغه کار په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه