Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مایک پمپیو په کتاب کې د افغانستان اړوند مسایل

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې د افغانستان پخوانيو مشرانو او د دوحې د سولې هوکړه‌لیک اړوند مسایل رانښتي دي.
مایک پمپیو "هېڅ‌کله په شاتګ مه‌کوه" تر سرلیک لاندې د خپل کتاب په یوې برخه کې پخوانی ولسمشر اشرف غني بد او درغل‌ګر ولسمشر بللی.
د سیاسي مسایلو کارپوه عزیز معراج وايي: «هغه څه چې امریکايي چارواکي او د دوی د بهرنیو چارو وزیر د اشرف غني په اړه استدلالوي، د دوی خپلې خبرې دي، خو په حقیقت کې ډاکټر غني پر دغه بهیر باور نه درلود، ان هغه یې تحریم او پر وړاندې یې اقدام کاوه. مخکې له دې چې د دوحې پروګرام پلی شي، هېواد یې پرېښود او ټول نظام له منځه لاړ.»
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «هغه کسان چې وايي، د افغانستان ولسمشریې  پیسې حیف و میل کړې، زموږ ولسمشر د قدرت پر مهال اعلان وکړ چې افغانستان ته د هر ډالر ۹۹ سلنه بېرته همغه ته ځي. امریکا ولې هغه وخت ځواب ور نه‌کړ؟»
د سیاسي مسایلو کارپوه سیداکبر اغا وايي: «زما په اند د ښاغلي پمپیو خبرې تر ډېره حده ریښتینې دي او اشرف غني هڅه وکړه چې په واک کې پاتې شي او د سولې خبرې ناکامې او شاته پرېږدي.»
مایک پومپیو د خپل دغه کتاب په یوې برخه کې د افغانستان پخواني مشران پر دې تورن کړي چې په افغانستان کې یې د امریکا د بشري مرستو حیف و میل کېدو ته اجازه ورکړې وه.
له دې سربېره نوموړي پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پر مهال مصالحې ته د رسېدو پر وړاندې خنډ بللی دی.
د مایک پمپیو د کتاب په یوې برخه کې راغلي: «ما هغه ته خبرداری ورکړ چې که هغه د سولې په بهیر کې له ګډون څخه ډډه وکړي، د یو مېلیارډ ډالرو امریکايي مرستو لېږد به بند کړم.»
بل خوا، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر د مایک پمپیو دغه څرګندونې د افغانستان وضعیت په اړه کره کتنه بللې ده.
ښاغلي خلیل‌زاد پر ټویټر لیکلي: «اشرف غني زما، د واشنګټن له چارواکو، د کانګرس له غړو او متقاعدو جنرالانو سره ډېرې اړیکې او پېژندګلوي درلوده، فکر یې کاوه چې امریکا به په افغانستان کې خپل پوځي حضور وساتي، خو دا د ولسمشر غني یوه لویه تېروتنه وه.»
بل لور ته د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د دغه پخواني امریکایي چارواکي څرګندونې واقعیت نه ګڼي او امریکا د افغانستان د مهمو مسایلو پر وړاندې مسوله ګڼي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو پخوانی مرستیال کمال سادات وايي: «اشرف غني په هېواد کې د سولې غوښتونکی و، څو په هېواد کې هېڅ ډله د جګړې د پیلولو لپاره پلمه و نه مومي او موږ د مایک پمپیو له خبرو سره موافق نه یوو.»
پخوانی ډېپلوماټ سید نورالله راغي وايي: «هغه په ​​خپل وخت کې د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو لوی اداري فساد د هېواد په عمومي مدیریت کې رامنځ‌ته کړ، شاوخوا کسانو یې اخلاقي فساد پراخ کړ او یو سقوط او ناکام حکومت یې تر شا پرېښود.»
 د سیاسي مسایلو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «مایک پمپیو د ټرمپ له اوږو د ملامتۍ دروند بار بالاخره د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر اشرف غني او ډاکټر عبدالله اچولو لپاره دا کتاب چاپ کړی دی. احتمال شته چې مایک پومپیو به د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.»
تر دې مخکې هم مایک پومپيو په یوې مرکه کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې محمد اشرف غني پر درغلیو تورن کړی و. 
تر دې دمه اشرف غني او عبدالله عبدالله د مایک پمپیو د نوي چاپ شوي کتاب په اړه څه نه‌دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه