Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینه کې د نجونو د نوم‌لیکنې پر بندیز نیوکې

له دولسم ټولګي ځينې فارغې شوې زده کوونکې، د سرپرست حکومت له خوا، د کانکور په ازموینه کې د زده کوونکو نجونو د نوم‌لیکنې د مخنیوي پر پرېکړه نیوکه کوي.

دغه زده کوونکې له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

زده کوونکې دیانا وايي:«لومړی موږ ته باید اجازه راکړل شي چې خپل کورسونه ووایوو د کانکور ازموینې لپاره چمتو شو او ازموینه مو ښه تېره شي او وروسته پوهنتون ته ولاړې شو خپلو زده کړو ته دوام ورکړو چې خپل هېواد اباد کړو.»

بله زده کوونکې تهمینه هم څرګندوي:«اسلامي امارت باید موږ ته اجازه راکړي چې موږ خپله ازموینه ورکړو، د کانکور ازموینه، نه کورس ته مو پرېږدي، دلته به زموږ پای څه وي؟»

د یوه خصوصي پوهنتون مسوول حسیب الله ملیار وايي:«طبعاً چې زده کوونکي خپله انګېزه له لاسه ورکوي، د دې لپاره هر څوک چې وي یو کال زحمت وباسي بیا له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.»

په هېواد کې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په لړ کې د شنبې په ورځ لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په کانکور ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې مخنیوی وکړ.

بلخوا د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ټولنې مسوولان وايي، دغه ډول محدودیتونه به خصوصي پوهنتونونه له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ کړي.

د خصوصي لوړه زده کړو موسسو د ټولنې د رسنیو مسوول محمد کریم ناصري وویل:«دا هم اقتصادي سکټور ته زیان رسوي او هم ملت ته، هم معنوي او هم علمي زیان رسوي، له بده مرغه د هغه بیارغونې او ترمیم ته کلونو وخت ته اړتیا ده.»

د مورا پوهنتون بنسټ اېښودونکی عزیزالله امیر وايي:«افغان نجونو ته امریکا، اورپا او کوم کوم ځایونه بورس ورکوي زموږ ناموس د درس لپاره نورو هېوادونو ته بیايي دا زموږ لپاره ننګ دی.»

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه د لوړو زده کړو وزارت دغه وروستۍ پرېکړه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو بهیر په تاوان بللې ده.

په څه کم یوه میاشت کې د ملګرو ملتونو دوه چارواکي په دې موخه افغانستان ته راغلل؛ څو پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي؛ خو دغو سفرونو نه یوازې تر اوسه څه ګټه نه ده کړې؛ بلکې پر نجونو د محدودیتونو لړۍ لاپسې زور اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه