Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له زده کړو تر محرومیت وروسته له رواني ستونزو سره د نجونو مخامخ کېدل

زده کوونکې نجونې د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته بې برخلیکه دي او تراوسه یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستو په هکله هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

ډېری دغه نجونې وايي چې شاوخوا ۵۰۰ ورځې کېږي چې له ښوونځيو محرومې دي او په دغو ورځو کې په بېلابېلو او په ځانګړې توګه پر رواني ناروغیو اخته شوې دي او لا هم په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.

زده کوونکي سعدیه وايي:«ډېری خراب وضعیت لري کله چې د شپې ویدې کېږي او سهار راویښېږي په سترګو کې یې اوښکې لیدل کېږي، وايي چې نن شپه مې خوب ولید چې ښوونځي پرانیستل شوي دي.»

بله زده کوونکې صدف هم وايي:«ډېره خواشینې کوونکې ده چې دغه وضعیت موږ وینوو، ټولې نجونې او ښځې له زده کړو بې برخې شوې دي.»

ملکه چې نابینا دې نړۍ ته راغلې او د یولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، ښوونځي ته یې تګ یوازینۍ هیله وه؛ خو له میاشتو میاشتو راهیسې ښوونځي ته له تګه محرومه ده.

نابینا زده کوونکې ملکه وايي:«تېر کال کله چې ښوونځي وتړل شول ډېره ناهیلې شوم ډېره خفه شوم، ژور خفګان را ته پیدا شو، په بشپړه توګه مې احساس وکړ چې نور د بېرته راستنېد لار نشته.»
 
بله نابینا زده کوونکې شبانه هم څرګندوي:«له ډېرو ستونزو سره مخ شوې یوو، غواړو چې د ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ پرانیستل شي لږ تر لږه زمو نابیناوو پر مخ دې پرانیستل شي.»

په کابل کې د نابینایانو د دفتر مسوول وايي، اسلامي امارت باید د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانیزي.

د نابینایانو د دفتر مسوول فرید الله عزیزي وویل:«له ولایتونو سره له موږ سره ۳۵۰۰ راجستر دي چې هغوی مطلق نابینا دي ۵۰۰ په ولایتونو کې دي او ۳۰۰۰ هم په مرکز کې دي.»

د چارو ځینې شنونکي هم له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو د پاتې ښوونځيو د خلاصون په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«لوړې زده کړې د هرې نجلۍ اسلامي او خدای ورکړی حق دی، اوسني حکومت په تېرو ۱۶ میاشتو کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره محسوسې هڅې نه دي کړي او موږ له دغو هڅو مطلوبه پایله ونه لیده، نابینا نجونې هم د دغو قربانیانو له ډلې دي.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین څرګندوي:«له شپږم ټولګي پورته نابینا او معولیت لرونکې زده کوونکې نجونې د افغاني ټولنې یوه له زیانمنو طبقو ده چې حتا د جمهوریت په دوره کې هم ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې، خو له بده مرغه په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته، د افغانستان ټولنې هر بلې طبقې پرته ځپل شوې او واقعي قرباني شوې دي.»

د اسلامي امارت چارواکو او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت په دې تړاو له نظر ورکړې ډډه وکړه او لا هم د نجونو د پاتې ښوونځيو په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه