Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د کراچۍ ښار په بندخونونو کې د درې افغان کډوالو مړینه

په تېرو څلورو میاشتو کې د پاکستان د کراچۍ ښار په زندانونو کې درې افغان کډوالو ژوند ژوند بایللی دی.

په کراچۍ کې افغان کونسل وايي، اوس‌مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال د پاکستان د کراچۍ ښار په زندانونو کې پراته دي.

د اسلامي امارت دغه ډیپلوماټ وايي چې له دې جملې د ۱۵۰ بنديانو دوسيې څېړل شوي او ډېر ژر به خوشې شي.

په کراچۍ کې د افغانستان کنسول عبدالجبار تخاري وايي:«یو زر او یو کس دلته په زندانو کې پاتي. په دې کې ۱۵۰ ماشومان او ۱۳۸ مېرمنې هم موجودې دي. اوس د ۱۵۲ تنو د خوشې کېدلو حکم شوی دی او په دوه درې ورځو کې یې وطن ته انتقالوو.»

فرزاد پلار د پاکستان په يوه زندان کې ژوند بایللی دی. هغه وايي چې مور او پلار يې د درملنې لپاره پاکستان ته ولېږل، خو پلار يې د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې له بند وروسته مړ شو او مور يې لا هم د کراچۍ په زندان کې ده.

د مړ شوي کس زوی  فرزاد وايي:«پرله پسې اووه ویشت ورځې مو د هغه مړی د کراچۍ په یوه روغتون کې ساتلی و او نه مو انتقالوه، چې مور مو لږ تر لږه د خپل مېړه په مرګ کې شتون ولري. خو له بده مرغه اسلامي امارت ونه توانېده چې هغه راخوشې کړي.»

یو شمېر افغان کډوال وايي، پاکستاني پولیس کله نا کله هغه افغان کډوال هم نيسي چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد لري.

د مهاجرینو د حقونو فعال نظر خوګیاڼیوال وايي:«افغانان اوس ازادانه تګ راتګ نه شي کولای، خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. په نیولو کې هم ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.»

بل خوا په اسلام اباد کې د اسلامي امارات سفیر وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نيول کېدل د پخوا پرتله کم شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې دا مهال په پاکستان کې ۱،۳ مېلیونه افغان کډوال راجستر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه