Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شپې، د دیني علومو او اختصاصي د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

د شپې، د دیني علومو او اخصاصي یا څوارلسم پاسو د کانکور ازموینې پایلې نن یکشنبې (د سلواغې په ۹مه) اعلان شوې

د کانکور د ازموینو ملي اداره وايي، چې د کابل اوسېدونکی سعادت الله په دې ازموینه کې د ۲۷۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی او د کابل د اقتصاد پوهنځي ته کامیاب شوی دی.

د دغه رياست سرپرست ډاډ ورکړی چې د شپې پوهنتونو د کانکور ازموينه په شفاف ډول ترسره شوې ده.

د آزموینې کمېټې آمر دوست محمد فیضي وايي:«په امتحان کې مجموع له درې برخو څخه، چې څوارلسم پاسان، دیني علومو او شبانه پوهنځیو ګډونوال وو، آزموینه واخیستل شوه.»

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست زیاتوي، د کانکور ازموینې په بهیر کې پوره روڼتیا په پام کې نیول شوې ده.

د آزموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وویل:«د تېر پرتله الحمدلله د دې ازموینو شفافیت او اسانتیاوې ډېرې وي او موږ خپلو ځوانانو او ولس ته ډاډ ورکوو، چې ځوانانو ته به ښې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د پوښتنو د بانک د تنظیم مشر د شمېرو له مخې، د سږکال په ازموینه کې څه باندې څلور زره او پنځه سوه زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د پوښتنو بانک د تنظیم مشر سید روضت الله مجید څرګندوي:«په اختصاصي برخه کې ۲۰۳۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې ۱۱۵۶ تنه کامیاب شوي، ۱۴۶۳ تنو د مدرسو یا دیني علومو په ازموینه کې ګډون کړی و، چې له ډلې يې ۱۰۵۰ تنه بریالي شوي او د شبانه په ازموینه کې ۱۰۵۸ تنو برخه اخیستې وه، چې له جملې يې ۷۷۶ تنه کامیاب شوي دي.»

د کانکور ازموینې د ملي ادارې سرپرست وایي، که څوک د دغې ازموینې له پایلو شکایت لري، ورته به رسېدنه وشي.

د کانکور د ازموینو ملي اداره رياست سرپرست ډاډ ورکړی چې د شپې پوهنتونو د کانکور ازموينه په شفاف ډول ترسره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه