Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د 'افغانستان راتلونکي فکر مجمع' له خوا د هېواد د ننګونو او فرصتونو ارزونه

د افغانستان د راتلونکي په اړه د فکر مجمع غړو د افغانستان د خلکو په وړاندې مهمې ننګونې او فرصتوونه ارزولي او طرحه یې سرپرست حکومت او نړۍوالې تولنې ته وړاندې کړې ده.

دغې مجمع خپله پنځمه غونډه د قطر په دوحې ښار کې د حماد بن خلیفه پوهنتون د عمومي سیاست په پوهنځي کې جوړه کړه.

د دغې مجمع غړو په یوې خبرپاڼه کې له افغان سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه لېرې کړي.

د افغانستان د راتلونکي په اړه د فکرمجمع په خبرپاڼه کې راغلي دي:«سرپرست حکومت باید د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لېرې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«په حقیقت کې اسلامي اړخ نه لري او له اقتصادي پلوه له بده مرغه هېواد ته زیان رسوي او زموږ د خلکو ځوانه طبقه چې نیم یې ښځينه دي له زده کړو بې برخې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وویل:«دا د طالبانو په کورنیو او بهرنیو اختلافونو دلالت کوي او کشمکش موجود دی.»

خو د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي، چې د ښځو ستونزه به د شریعت پر بنسټ حل شي.
 
ښاغلي مجاهد وویل:«د افغانستان اسلامي امارت هم په ټولو برخو کې ممکن څومره چې له شرعي او قانوني پلوه ګنجایش ولرو، مثبت ګامونه اخلو ان‌شاالله هغه ستونزې چې دي مقطعي دي او د حل لارو لپاره لټون جریان لري او دایمي به نه وي.»

د افغانستان د راتلونکې په اړه د فکر مجمع د افغانانو په مشرۍ او په بشپړې او اغېزناکې څارنې سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټينګار کوي.
                          
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګنده کړه:«دغه کړنلاره په دوو فصلونو او یولسو مادو کې د بشري مرستو د غوره وېش په موخه چمتو شوې ده.»

د افغانستان د راتلونکي په اړه د فکر خونې مجمع ۳۰ غړي لري، چې د مخکیني حکومت او اسلامي امارت کارکوونکي، د مدني ټولنې غړي او متخصصان په کې شامل دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکوي، چې د ښځو ستونزه به د شریعت پر بنسټ حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه