Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په هکله د توماس وېسټ د سفرونو د نوي پړاو پيل

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د اسلامي امارت وروستيو فرمانونو نړۍواله ټولنه له ګڼو ننګونو سره مخ کړې ده.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پيل کړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلي، چې ښاغلی وېسټ به د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې له خپلو متحدينو، افغانانو او مرستندويه موسسو سره وويني او د افغان مېرمنو د حقوقواو په افغانستان کې به پر خپلو ګډو ګټو خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په داسې حال کې چې موږ د افغانستان له خلکو د ملاتړ او خپلو ګټو د خوندیتوب په لټه کې یوو، د طالبانو وروستیو فرمانونو نړۍواله ټولنه له ګڼو ننګونو سره مخ کړې ده.»

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ښاغلی وېسټ به د افغان ښځو د حقونو او حیاتي مرستو ته د هغوی د لاسرسي لپاره هڅې وکړي.

له بلخوا د اسلامي امارت ویاند وايي، نړۍواله ټولنه دې د افغانانو دیني او مذهبي مسایلو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«ځينې مسایل چې عقیدوي او مذهبي اړخونه لري نور نهادونه او نړۍوال باید په هغو کې د افغانانو د مذهب، عقیدې او باور ته احترام وکړي او په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي په هغو مسایلو کې چې زموږ او نړۍ ترمنځ شریک دي په هغو ټولو کې اسلامي امارت متعهد دی.»

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېست، جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د امريکا له متحدينو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې دي؛ خو د سياسي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې دغو سفرونو تراوسه کومه مشخصه پایله نه ده ورکړې.

د سياسي چارو کارپوه عبدالملک افغان وايي:«نه یوازې په خپله ګټه دې خبرې وکړي بلکې د افغانستان په ګټه دې هم خبرې وکړي او په دې هکله دې هم خبرې وکړي چې څه ډول کولای شي اسلامي امارت قناعت ورکړي چې نړۍوال قوانین ومني.»

د پوهنتون استاد سيد جواد سجادي هم څرګندوي:«که چېرې امریکا وغواړي کولای شي چې په افغانستان کې له سولې او ټیکاو سره مرسته وکړي؛ خو هغه څه چې مهم دي دا په څرګنده امریکا د افغانستان په هکله کومه مشخصه سټراټېژي نه لري.»

ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د خپل سفر پر مهال له خپل روسي سیال سره پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، نړۍواله ټولنه دې د افغانانو دیني او مذهبي مسایلو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه