Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د بشري مرستو په هکله د نېکلاسون او صادق خان خبرې اترې

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون له خپل پاکستاني سیال او د دغه هېواد د پارلمان له یوه غړي سره په جلا جلا کتنو کې له افغان ولس سره د بشري مرستو د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره د بشري مرستو ځانګړې ملاتړ کوونکې ده او په وینا یې د دغو مرستو دوام به افغان ولس پیاوړی کړي.

ښاغلي صادق خان زیاته کړه چې د سمې د هېوادونو په منځ کې پاکستان د افغانستان لپاره د بشري مرستو تر ټولو لوی ملاتړی هېواد دی او دغه مرستې د پاکستان د خصوصي سکټورونو او حکومت له خوا ترسره شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وویل:«اروپايي ټولنه چې د افغانستان له خلکو سره یې د زده کړې، روغتیا او ژوند په هکله ۲۶۸ مېلیون یورو مرسته کړې ده او په هغه ستر انساني ناورین کې چې افغانستان له هغه سره مخ دی، پاملرنه کړې ده.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت وايي، اوسنیو ننګونو ته په کتو، نړۍوالې کېدونکې مرستې باید د بېکارۍ او فقر د له منځه وړلو په موخه ولګول شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«د زده کړو او روغتیا په برخه کې، د اروپايي ټولنې لته مرستو مننه کوو. له بې وزلۍ او بې کارۍ سره د مبارزې په برخه کې شته اقتصادي ننګونو ته په کتو، له اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو غواړو چې خپل پروګرامونه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ عملی کړي. چې کاري فرصتونه رامنځته شي او د هېوادوالو د ژوند شرایط ښه شي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په اوسنیو شرایطو کې مرستو ته په جدي توګه اړتیا لري او همداراز له اسلامي امارت او مرستندویانو غواړي چې، خپلې مرستې په راڼه توګه تر مستحقو کسانو وروسوي.

د کابل اوسېدونکی محمد وايي:«لرګي نه لرو اوړه نه لرو، غوړو نه لرو، د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لرو.»

تر دې مخکې اروپايي ټولنې ویلي چې، افغانستان ته په خپلو مرستو کې ډېروالی راولي او دغې ټولنې د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې اعلان کړی و چې، له افغانستان سره به د ۷۵ مېلیونه یورو په ارزښت مرستې وکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه