Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: پاکستان، پېښور کې د شوې چاودنې پړه باید په افغانستان وا نه چوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، پاکستان باید په پېښور کې د شوې چاودنې پړه پر افغانستان وا نه چوي.

امیرخان متقي د روږدو کسانو د درملنې مرکز د پرانیستې په غونډه کې د وینا پر مهال همدارنګه زیاته کړه چې د ترهګرۍ مرکز په افغانستان کې نه دی او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو لپاره خوندي ده.

هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دغې چاودنې په اړه هراړخيزه څېړنه وکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل:«د پاکستان له محترمو وزیر صاحبانو هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا په بام  نه وراچوي خپل مشکلات دې په خپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړي.»

امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه دی او نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه هېڅ ګواښ نه دی پېښ شوی.

ښاغلی متقي له پاکستانه غواړي چې د انتقاد پر ځای له کابل سره د همکارۍ لار غوره کړي:«که څوک وايي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز دی د دوی په اصطلاح، نو خو ته وایې چې ترهګري بیا سرحد نه لري، نو که ترهګري په افغانستان کې وای، نو دا ترهګري به بیا چین ته غځېدله، دا به تاجیکستان ته هم غځېدله، دا به ازبیکستان ته هم غځېدله، دا به ترکمنستان ته هم غځېدله او دا به ایران ته هم غځېدله. نن چې هغه ټول په امن دي، خپله افغانستان هم په امن دی، نو معلومه شوه چې دلته دا خبره نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور په یوه جومات کې له خونړۍ چاودنې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد په پارلمان کې د خبرو پر مهال د افغانستان د نوم له يادولو پرته وويل، چې ترهګر د پاکستان په ګاونډيو هېوادونو کې دي.

د سياسي چارو کارپوه واحد فقيري وویل:«د پاکستان اوسنۍ ستونزې د پاکستان د حکومت د اشتباهاتو نتیجه ده.»

د چارو کارپوه او خبریال طاهر خان هم وايي:«دواړه غاړې باید چې له بیانونو نه او له تورونو نه په شا شي، او د دواړو هېوادونو په منځ کې د خبرو لپاره چینلونه موجود دي لارې موجودې دي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم په دې مراسمو کې وویل چې نړۍ باید د افغانستان د خلکو پر وړاندې له مبالغې او عقدې څخه ډډه وکړي.

نوموړی پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې پر اقتصادي بندیزونو نیوکه کوي:«خپل مخ افغانانو ته راوګرځوئ داسې افراطي تعلقات، تاسې زموږ له خوارو افغانانو دا غچ مه اخلئ، هغه خپل میدان مو سره وکوت، تر هغه میدانه راووتو د حکومتوالۍ میدان کې....»

د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې په یوه جومات کې چاودنه وشوه. د وروستیو شمېرو پر بنسټ په دغې چاودنه کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه