Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فارن پالیسي کې خپره شوې مقاله؛ اړتیا ده د دوحې هوکړه څنډې ته شي

فارن پالیسي په یوې مقاله کې له امریکا غوښتي چې د کابل پر وړاندې د څرګند دریځ په پار د دوحې تړون څنډې ته کړي.

په دې مقاله کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره باید امریکا له مخالفو بهیرونو سره په اړیکه کې شي او په یوه درېیم هېواد کې د افغان اپوزیسیون لپاره د سیاسي دفتر له جوړېدو ملاتړ وکړي.

په دې مقاله کې دغه راز راغلي دي، چې امریکا متحده ایالتونه باید د طالبانو د نه منلو وړ سیاستونو له امله د دوحې له هوکړه لیکه تېر شي.

د فارن پالیسي د مقالې په یوې برخه کې راغلي:«که امریکا متحده ایالتونه غواړي چې د طالبانو د نه منلو وړ تګلارو په تړاو څرګند ډيپلوماټيک پيغام واستوي، باید د دوحې هوکړه چې د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شوه، په رسمي توګه لغوه کړي. ډېری افغانان د دوحې هوکړه د سولې هوکړه نه، بلکې د شاتګ د هغه اقدام په توګه تعبیروي چې د طالبانو واکمني تضمینوي.»

د فارن پالیسې دغه مطلب لارښوونه کوي، چې امریکا متحده ایالتونه باید په درېیم هېواد کې د افغانستان د یوه سیاسي اپوزیسیون لپاره د دفتر د پرانیستو ملاتړ وکړي، داسې دفتر چې د لیکوالانو په وینا، د یووالي، د سیاسي فعالیتونو د تنظیمونو او له سرپرست حکومت او نورو لورو سره د تعامل لپاره د یوه مرکز په توګه عمل وکړي.

د فارن پالیسي په مقاله کې ذکر شوي:«په داسې حال کې چې د سیاسي اپوزیسیون ځينې غړي په انفرادي توګه د طالبانو له مشرانو سره مخ دي، رسمي دفتر د دغو بحثونو اهمیت زیاتوي او د افغانانو په مشرۍ د مذاکراتو پراخ بهیر هڅوي.»

د نړ‌ۍوالو چارو شنونکی  سید جواد سجادي وايي:«د اوضاع پېچلتیا ته په پام سره، تدبیر او عقلانیت حکم کوي چې طالبان نرښت وښيي او د خلکو په لور د پخلاینې لاس اوږد کړي.»
                      
د نړ‌ۍوالو چارو شنونکی  محمد بشار هم زیاتوي:«له دې پرته چې په هر ډول پلان باندې کار کېږي یا د اسلامي امارت پر ضد ډول سټراټېژي چې خپلېږي، هغه به د افغانستان د تخریب د دې ولس د ملي ارزښتونو، د دیني ازرښتونو د له منځه وړلو لپاره به یوه دسیسه وي.»

په دې لړ کې اسلامي امارت د دغې مقالې خپرېدو ته په غبرګون کې وایي، چې د دوحې تړون د دواړو لورو په ګټه دی. د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، چې د هغو څېرو لپاره د دفتر جوړېدل چې په تېرو شلو کلونو کې ازمویل شوي دي، د امریکا په ګټه نه دي.
                    
د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هغوی پایله نه لري، ښايي امریکا هم په دې پوه شي، هغه لوبغاړي چې ازمویل شوي بیا د دې وړ نه دي چې پر هغوی اعتماد وشي، دویم دا که چېرې د افغانستان وضعیت ارامه وي، امنیت وي او اوسنی ټیکاو دوام وکړي دا د ټولو لورو په ګټه دی.»

د فارن پالیسي مجلي دغه راز لیکلي دي، چې هېڅ هېواد طالبان د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت نه پېژني او په نوامبر میاشت کې د ملګرو ملتونو اسامبلې اعلان وکړ، چې د دغه سازمان غړي به په اوسنیو شرایطو سره طالبان په رسمیت ونه پېژني.

اسلامي امارت د دغې مقالې خپرېدو ته په غبرګون کې وایي، چې د دوحې تړون د دواړو لورو په ګټه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه