Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسماعیل مشعل په نوې بڼې خلکو ته کتابونه ډالۍ کوي

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل وايي چې په زرګونه ټوکه کتابونه په ویاړ توګه خلکو ته ورکوي.

د پوهنتون دغه استاد چې یو لاس ګاډی جوړ کړی، زیاتوي چې اوس پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي او زده کړیالان نه شي کولای چې له دغو کتابونو په پوهنتونونو کې استفاده کړي.

اسماعیل مشعل طلوع نیوز ته وايي:«پرېکړه مې کړې چې دغه ۲۱ زره ټوکه کتابونه په ویاړ توګه زده کوونکو، زده کړیالانو او هېوادوالو ته ډالۍ کړم.»

دی وايي، دغه کتابونه یې په څو کلونو کې د خپلو زده کړیالانو لپاره ترتیب کړي و؛ خو نور اوس یې پرېکړه کړې چې، پر نورو یې ووېشي؛ څو ترې استفاده وکړي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه:«نن چې کله د پوهنتون او ښوونځي دروازه تړلې وي پر دغو کتابونو خاورې کېني، وخت یې تېرېږي ما وغوښتل دا له خپلو خلکو سره یې د ډالۍ په توګه شریک کړم؛ هماغه چې وايي (برګ سبز تحفه دروېش).»

هغه یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې، د ټولو ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د ښاغلي مشعل دغه چاره ستايي او له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پر مخ پاتې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

د کابل اوسېدونکی خلیل احمد وايي:«موږ ټول غواړو چې زموږ خویندې او میندې ښوونځیو ته ولاړې شي خو یوه خبره ده په حجاب سره، ټول غواړو چې زموږ خویندې او میندې ښوونځي ته ولاړې شي او درس ووايي.»

د کابل بل اوسېدونکی عبیدالله هم څرګندوي:«له دغې موکې ښه استفاده کړې کتابونه دې واخلي او په کور کې دې مطالعه کړي.»

اسماعیل مشعل تر دې مخکې هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون کې د طلوع نیوز په یوې ژوندۍ خپرونه کې خپل تحصیلي اسناد څیرلي وو.
 
د پوهنتون دغه استاد یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې، د ټولو ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه