Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د ۵۰۰۰ بستریز مرکز پرانیسته

د روږدو کسانو د راټولونې او درملنې د هڅو په لړ کې په کابل کې د غېږ تر سرلیک لاندې ۵ زره بستریز روغتون د اسلامي امارت د چارواکو له لوري پرانیستل شو.

د اسلامي امارت ځينو جګپوړو چارواکو د دغه روغتون په پرانیستغونډه کې ګډون درلود. 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، نشه يي توکي او اداري فساد د تېر حکومت میراثونه دي او په وینا یې اوسني حکومت د دغو دواړو ښکارندو د جرړو د ایستلو لپاره خپلې هلې ځلې څو برابره کړې دي.

امیر خان متقي وايي:«د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی، د روږدو د درملنې لپاره دا ډول ستر پروګرامونه نیول کېږي، هغه ته په مېلیاردونو افغانیو بودیجه ورته ځانګړې کېږي، دا یو تاریخي او د ویاړ وړ اقدام دی.»

په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، دا د اسلامي امارت د مشر فرمان دی چې، په هېواد کې باید د ټولو روږدو کسانو د درملنې لپاره زمینه برابره شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي:«د دغه مورد په تطبیق کې ځنډ مه کوئ، فوري اقدام وکړئ.»

په ورته وخت کې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډو مسوولیت دی؛ خو په وینا یې نړۍوالې ټولنې په دې برخه کې له سرپرست حکومت سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

ښاغلي حنفي وویل:«د ښکېلاګرو د شتون له امله او په افغانستان کې د نشه‌يي توکو له دودولو سره نن زموږ ټولنه دغه کړاو زغمي.»

د کورنیو چارو وزارت مسوولان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو همکاري مهمه ګڼي.

له نشه‌يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق همکار وايي:«د روږدو د تعلیم او ښوونې لپاره او د هغوی د درمنلې په لګښت کې، هغوی همکاري وکړي تراوسه هېچا له موږ سره نغدي همکاري نه ده کړې.»

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په هېواد کې له درېیو تر پنځه مېلیونه کسان پر نشه يي توکو روږدي دي او سرپرست حکومت تر اوسه ۴۵۰۰ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، دا د اسلامي امارت د مشر فرمان دی چې، په هېواد کې باید د ټولو روږدو کسانو د درملنې لپاره زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه