Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګرینفیلډ: د ا.ا د حکومت رسمیت پېژندل د هغوی تر سره شویو کړنو پورې تړلی دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وایي، د اسلامي امارت حکومت د نجونو او ښځو پر وړاندې خپلو سیاستونو له امله په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

لېنډا توماس ګرینفیلډ زیاتوي، واشنګټن او ملګري ملتونه د اسلامي امارت د اقداماتو له مخې قضاوت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېندا توماس گرینفیلډ وايي: «موږ طالبان د هغوی د تر سره شویو کړنو له مخې قضاوت کوو او له همدې امله هغوی تر اوسه د ملګرو ملتونو او موږ له لوري په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي.»

خو اسلامي امارت بیا پر دې باور دی چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي او همداراز یې له تېر څه باندې یو نیم کال راهیسې په بیلابیلو برخو کې د پام وړ کار کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «موږ غواړو د ملګرو ملتونو مسوولان چې نور افغانستان ته راځي، خپل تعامل او اړیکو ته دوام ورکړي او هغه انډېښنې او ګیلې چې لري، له موږ سره یې مطرح کړي کار پرې پیل شوي او اسلامي امارت هڅه کوي، تر کومه ځایه چې زموږ اسلامي اصول او زموږ د هېواد ګټو پورې ایجابوي، ورته رسېدنه کېږي.»

له دې سره سم، د چارو ځینې شنونکي د اسلامي امارت د نه رسمیت پېژندنې لامل د سرپرست حکومت له لوري د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو نه عملي کېدل ګڼي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نصیر احمد تره‌کی وايي: «د طالبانو لپاره ښايي د مشروعیت تر لاسه کول اسانه وي، خو شرط دا دی چې په قدرت کې د ټولو خلکو عادلانه جوړښت خوندي کړي او د ښځو کار او زده‌کړو ته درناوی ولري.»

د سیاسي چارو کارپوه کامران امان وايي: «د اسلامي حجاپ په اړه باید چمتوالی ونیسي او د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان وکړي، زه باوري یم چې که دا کار هم وشي، بیا هم هغوی او امریکا اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني.»

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په تړاو خبرې روانې دي.

د ویلو ده چې سرپرست حکومت لاتر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو د ترکیې، روسیې، ایران، پاکستان، جاپان او چین په ګډون یو شمېر هېوادونه په کابل کې ډېپلوماټان لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه