Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګریفیټس: د ښځینه کارکوونکو د کار کولو اجازې کړنلاره تر مارچ بشپړېږي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، د سرپرست حکومت چارواکو ژمنه کړې چې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو کړنلاره به د مارچ تر میاشتې بشپړه کړي.

مارټین ګریفیټس د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلی وکړ.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس وايي: «له ټولو هغو کسانو سره چې مونږ ولیدل راته یې وویل چې طالب چارواکي د یوې تګلارې د جوړولو په جریان کې دي چې د هغه فرمان د عملي کیدو څرنګوالی به مشخص کړي. مونږ ته وویل شول چې دغه تګلارې به ګټورې وي او اټکل کیږي چې په مارچ میاشت کې وړاندې شي.»

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازې په دې باور ده چې د ښځو پر زده کړو بندیز به د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست په افغانستان کې د وضعیت د ښه‌والي لپاره د سیاسي او اوږدمهاله حل لارې پر رامنځ‌ته کېدو ټینګار کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق زیاتوي: «دا دویم کال دی چې مونږ د افغانستان د بشري وضعیت اړوند سر و کار لرو، خو هیڅ بدلون نه دی رامنځته شوی. تر څومره نورو کلونو به تاسې د افغانستان لپاره د بشردوستانه پلان غبرګون ته دوام ورکوئ؟ باید یوه اوږدمهاله او سیاسي حل لاره شتون ولري.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، دغه سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ له سیاسي مسایلو سره نه تړي او د ستونزو سربېره به په افغانستان کې د خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د اقتصاد په بیارغونه کې مرسته وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي: «موږ باید د افغانستان اقتصاد بېرته ورغوو. مونږ باید په افغانستان کې بیارغونه بیا پیل کړو. فکر کوم له همدې لارو به د دې توان ولرو چې د نړیوالې ټولنې د موخو ترلاسه کولو په لوري پر مختګ وکړو. د نړیوالې ټولنې تر ټولو لویه موخه په افغانستان کې ثبات دی.»

له بلې خوا د افغانستان د اقتصاد وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو دوام مهم ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې دغه مرستې له سیاست سره ونه تړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال  عبداللطیف نظري وايي: «بشري او پراختیايي مرستو ته باید یو شان دوام ورکړل شي، ورته مهال باید د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي زېربناوې پیاوړې شي.»

په‌دې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو، متحده عربي اماراتو، انګلستان، ايران، جرمني، کاناډا او يو شمېر نورو هېوادونو استازو د ښځو په اړه د سرپرست حکومت وروستي فرمانونه د افغانستان د خلکو په زيان وبلل او د دې فرمانونو د لغوه کولو غوښتنه يې وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه