Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د سیګار تازه راپور

افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره یا سیګار په خپل تازه راپور کې لیکلي چې واشنګټن له افغانستان سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی دی.

په‌دې راپور کې راغلي، په یادو مرستو کې د هغو ۴۰ مېلیونه ډالرو اړوند بشري مرستې هم تړاو لري چې د ملګرو ملتونو له لارې کابل ته راځي.

د سیګار د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په روان ژمي کې ۲۸ میلیونه کسان د نړۍوالو پر خوراکي مرستو تکیه دي. هېڅوک ډاډمن نه‌دی چې له دغو مرستو به څومره یې مستحقو ته رسېږي او همداراز هېڅ داسې تضمین نه‌شته چې د دغو مرستو دوام او یا هم درېدل به د طالبانو پر کړنو تاثیر ولري.»

د سیګار د راپور له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته امریکا څه باندې ۸ مېلیارډ ډالره افغانستان او افغان پناه غوښتونکو ته ځانګړي کړي دي چې په‌دې مرستو کې ۲ مېلیارډ یې پر بشري چارو، ۳٫۵ مېلیارډ یې د افغانستان اماني صندوق او ۲٫۷ مېلیارډه یې د افغان پناه غوښتونکو پر لېږدونې او په امریکا کې یې پر اقامت لګول شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا سیګار په راپور کې لیکلي، د افغانستان سرپرست حکومت له هغو مرستو چې د امریکا له لوري برابرېږي، د مالیې، بنسټونو ته د فعالیت د جواز او اداري لګښتونو له لارې عواید تر لاسه کوي.

د سیګار په تازه خپور شوي راپور زیاته شوې، د افغانستان لپاره د امریکا مرستې په یوه ډول نه یوه ډول سرپرست حکومت ته مشروعیت ورکوي.

خو اقتصاد وزارت وايي، هڅې کوي چې نورې پراختیايي مرستې هم تر لاسه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «تر ډېره بریده زموږ سټراټیژي دا ده چې د افغانستان زېربناوې پیاوړې کړو، څو په سوکه ډول افغانستان پر ځان بسیاینې لور ته یوسو؛ نو له همدې لپاره پراختیايي مرستې زموږ په لومړیتوب کې دي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي زیاتوي: «۳٫۵ مېلیارډ ډالره یې د افغانستان اماني صندوق ته لېږدولي او هغه هم د اته مېلیارډ ډالرو کې شامل دي، خو دا یوه ضد و نقیض موضوع ده، ځکه دا پیسې د افغانستان د ملت شتمنۍ ده او یا د افغانستان ارزي ذخیره ده.»

د امریکا ځانګړی مفتش د ښځو پر کار بندیز له افغانستان سره د مرستو د رسولو په بهیر کې خنډ ګڼي. سیګار زیاتوي، د اسلامي امارت له لوري پر افغان نجونو او ښځو محدودیتونو هم د مرستې رسونې پر بهیر منفي اغیز کړی دی.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو ځینې فعالینې له اسلامي امارته غواړي چې، پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.

د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «هیله لرو چې د طالبانو رهبران په خپلو فرمانونو کې سمون رامنځ‌ته کړي، څو افغان ښځې خپل حقونه تر لاسه کړي.»

اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۴مې د یوه مکتوب په خپرولو سره کورنیو او بهرنیو بنسټونو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو کارونه تر ثاني امر پورې وځنډوي او دې چارې بیا ګڼ غبرګونونه راوپارول.

سیګار زیاتوي، د اسلامي امارت له لوري پر افغان نجونو او ښځو محدودیتونو هم د مرستې رسونې پر بهیر منفي اغیز کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه