Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا رهبر: د نړیوالې ټولنې فشارونه د بې‌باورۍ سبب ګرځي

د اسلامي امارت رهبر مولوي هبت‌الله اخندزاده د قول اردوګانو له قومندانانو سره په لېدنه کې ویلي، پر سرپرست حکومت د نړیوالو فشارونه ګټور نه‌دي؛ بلکې د بې‌باورۍ سبب ګرځي.

د اسلامي امارت ویادند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې لیلکي، چې مولوي هبت‌الله اخندزاده په‌دې لېدنه کې ټینګار کړی، که دوی د شریعت خلاف عمل وکړي، خلک به د اسلامي امارت پر وړاندې ودرېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه وايي: «په‌دې لېدنه کې د امنیتي موضوعاتو په اړه چې تر ډېره بریده پیاوړی شي او همداراز د هېواد د سرحدونو چې هم له افغانستانه او له بهره چا ته ګواښ نه وي، خبرې شوې دي.»

ذبیح‌الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبر د ۲۰۷ فاروق، د ۲۰۳ منصوري، د ۲۱۷ عمري او د ۲۰۱ خالد بن ولید له قول اردو ګانو له قومندانانو او یو شمېر نورو لوړپوړو مسوولانو سره لېدنه کړې ده.

له دې سره سم، د چارو ځينې شنونکي وايي، ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

د سیاسي چارو کارپوه شیر حسن حسن وايي: «دوی په دریځ کې نرمښت راولي او له نړیوالې ټولنې سره یوې همغږۍ ته رسېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغان‌یار وايي: «په اوس وخت کې چې پر افغانستان کوم سیاسي او اقتصادي محدویتونه لګول شوي، د زیاتېدو په حال کې دي، هیله لرو چې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره د هېوادنۍ ګټو پر بنسټ د خبرو اترو دروازې پرانیستل شي او د حکومت او ملت تر منځ شته واټن له منځه لاړ شي.»

د پنج‌شنبې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزې نوي محدودیتونه ولګول.

په یاده خبرپاڼه کې همداراز خبرداری ورکړ شوی تر هغې چې اسلامي امارت د افغانانو بنسټیزو ازادیو، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی و نه‌کړي؛ نو د نړۍوالې ټولنې له لوري به په رسمیت و نه پېژندل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه