Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان مېرمنو د کار په اړه له جرمني چارواکو سره د توماس وېسټ لېدنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل تازه دوره‌يي سفر کې له پاکستانه اوس جرمني ته رسېدلی دی.

توماس وېسټ وايي، جرمني ته یې په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره کار ته د افغان ښځو د بېرته ستنېدنې او همداراز افغان ولس ته د حیاتي مرستو د برابرولو په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ په‌دې اړه پر ټویټر لیکلي: «د اړمنو افغانانو او هغو هېوادونو ته چې غواړي ښه اقتصاد ولري یو سخت وخت دی. موږ باید خپل فکرونه او پروګرامونه له هغو افغانانو سره چې خپل هېواد پېژني په همغږۍ پر مخ یوسو.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، امریکا د ستونزو د حل لپاره باید له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «که هغه پر هېوادونو ګرځي او د افغانستان په تېره د افغانستان د کورنیو چارو په اړه بحث کوي، دا کوم ځای نه نیسي او نه هم ګټه لري، ښه دا ده چې امریکا واقعیت درک کړي او ستونزو د حل لپاره له خبرو اترو او باور جوړونې کار واخلي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په‌دې باور دي چې د دغه امریکايي ډېپلوماټ سفرونو لا تر اوسه کومه مطلوبه پایله نه‌ده ورکړې.

د سیاسي چارو کارپوه نورالله راغي وايي: «د ښاغلي وېسټ سفر به د افغانستان وضعیت او طالبانو پر پرېکړې کومه اغیز و نه‌لري.»

د پوهنتون استاد نعمت‌الله بېژن وايي: «امریکایان ظاهراً له طالبانو سره په ټکر کې نه؛ بلکې د تعامل لپاره پلمې جوړوي دا مساله هم د طالبانو او هم د لوېدیځ، په تېره د امریکایانو له رویې څرګندېږي.»

تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به پاکستان، جرمني او سویس ته د خپل سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د رعایتېدو او حیاتي مرستو ته د لاسرسی په تړاو خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلی وېسټ به د دغه څلور ورځني سفر په لړ کې له خپلو متحدینو، افغانانو او مرستندویانو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو هم بحثونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه