Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو د اروپايي ټولنې د استازي ټینګار

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي، پاکستان ته د سفر په لړ کې یې له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د اروپايي ټولنې دغه چارواکی پر ټویټر زیاته کړې، نه غواړي چې افغانستان څنډې ته شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون وايي: «په داسې حال کې چې موږ نه غواړو افغانستان منزوي کړو، د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل د میز پر سر نه‌لرو. موږ د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو او د بشري حقونو او ازادیو د ملاتړ په تړاو خبرې وکړې.»

بل لور ته اسلامي امارت وايي، سرپرست حکومت له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او اروپايي ټولنه باید د اسلامي امارت د په رسمیت پیژندلو په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «اسلامي امارت هم غواړي چې افغانستان انزوا ته لاړ نه‌شي او د اروپايي هېوادونو په ګډون له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، خو اروپايي ټولنه هم باید د رسمیت پېژندو برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان د سرپرست حکومت او اروپايي چارواکو تر منځ پر مخامخ خبرو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: «تر ټولو د مخه اروپا ته اړتیا ده چې د افغانستان له اسلامي نظام سره مخامخ خبرې وکړي. د تحریمونو ژبه د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې د ملتونو خلاف ده.»

د سیاسي چارو شونکی احمد خان اندړ زیاتوي: «کله چې طالبان په غیر دولتي ادارو کې د ښځو کاربندیز په اړه فرمانونه صادروي؛ نو زموږ پر ټولنې مستقیم اغیز کوي.»

تر دې وړاندې هم د ایران په ګډون ډېری هېوادونو په افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ټینګار کړی، خو اسلامي امارت تل ویلي چې اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه