Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاسپورټ عمومي ریاست د ۳۰۰ کارکوونکو نیول او له دندې ګوښه کول

د اسلامي امارت ویاند وايي چې د پاسپورټ ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د جعل او کمېشن‌کارۍ په تورونو له دندو ګوښه او یا هم نیول شوي او بندیان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې سرپرست حکومت په پاسپورټ ریاست کې د فساد د جرړو اېستلو ته ژمن دی او اوس دغه ریاست کې له فساده پاک شوی دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«د تحولاتو له راتګ وروسته، موږ د پاسپورټ له کموالي سره مخ شوو او هلته ځينې جعل کارۍ او کمېشن‌کارۍ ترسره شوې چې زما معلومات همدا دي چې تراوسه د هغوی ۳۰۰ تنه منفک، نیول شوي او زندان ته لېږدول شوي دي ځکه هلته یې فساد کاوه.»

هغه زیاتوي چې تراوسه تخنیکي ستنزې حل شوې نه دي او له همدې امله د پاسپورټ وېش درېدلی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پاسپورت لرل د هر افغان حق دی او اسلامي امارت باید د پاسپورټ د وېشنې بهیر پیل کړي.

د کابل اوسېدونکی احمد زاهد وویل:«شپږ میاشتې کېږي چې ما په خپله د پاسپورټ په ریاست کې نوم‌لیکنه کړې ده انلاین فورم مې ترلاسه کړی دی خو له بده مرغه هېڅ ډول اړیکه او یا هم فورم چې باید وایې خلم او وروستي پړاو ته ولاړ شم، ترلاسه کړې مې نه ده.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد راشد هم څرګندوي:«زموږ هیله همدا ده چې د تېر په څېر په ټولو ولایتونو او مرکز کې پاسپورټ پرانیستل شي.

خو د پاسپورټ ریاست ویاند یو ځل بیا په دغې ادارې کې د تخنیکي ستونزو د حل په برخه کې د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي او زیاتوي چې، لا تر اوسه هم یادې ستونزې نه دي حل شوي.

د پاسپورټ ریاست ویاند نور الله پتمن وايي:«ټولې تخنیکي ډلې کار کوي او هڅې روانې دي چې شته ستونزې حل شي، او له هغې وروسته موږ د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړو. په ټول کې د پاسپورټ وېش درېدلی دی.»

له نږدې پنځو میاشتو راهیسې پاسپورټ ریاست د خلکو پر مخ تړل شوی او لا تر اوسه هم په دغې ادارې کې د تخنیکي ستونزې په تړاو څه جزییات نه دي ورکړ شوي؛ خو دغه ریاست هغو ناروغانو ته چې، د طبي کمېسیون له لوري تأیید شوي وي، پاسپورټ ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه