Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې د پاکستان یو پلاوی د خبرو اترو په موخه کابل ته راشي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ټاکل شوې چې د پاکستان یو پلاوی د امنیتي مسایلو د مطرح کولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي که‌چېرې پاکستان وغواړي، سرپرست حکومت چمتو دی چې د اسلام آباد او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ خبرو کې همکاري وکړي.

اسلامي امارت ټينګار کوي که څه هم امنیتي ستونزې د پاکستان کورنۍ مسایل دي، خو اسلامي امارت همکارۍ ته حاضر دی.

ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل:«که‌چېرې له موږ همکاري وغواړي موږ په هغې برخه کې هڅه کوو چې همکاري وکړو؛ خو هغه څه چې اوس موږ پورې اړه لري دا دی چې هېڅکله به چا ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان له خاورې ناوړه استفاده وکړي.»            

د پاکستان رسنیو د فرانسې د خبري آژانس له قوله راپور ورکړی دی تمه کېږي چې دغه پاکستانی پلاوی د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت الله اخندزاده سره د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارېدو په تړاو خبرې وکړي.

د سیاسي چارو ځينې شنونکي دغه کتنې د ستونزو د هواري په برخه کې د کابل او اسلام آباد په ګټه بولي.
                
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله وايي:«تر هغې چې د پاکستان استخباراتي پلاوی د افغانستان له امنیتي برخو سره ناستې ونه کړي او خبرې اترې ونه کړي او یوه مناسبه حل لار پيدا نه کړي، له دغو پلاویو سره چې د پاکستان د حکومت په استازولۍ راشي ستونزې نه حل کېږي.»
               
د سیاسي چارو شنونکی شیرحسن حسن هم څرګندوي:«تروریستي ګروپونه او جوړښت یې، پروښت یې، روزنه یې، پالنه یې، تمویل یې دننه په پاکستان کې کېږي. او له دغو خبرو نه افغانستان کاملاً بې برخې دی.»

په خیبر پښتونخوا کې په خونړۍ چاودنه کې ۱۰۰ تنه ووژل شول او له ۲۲۵ تنو زیات نور ټپیان شول او له دې پېښې وروسته، پاکستاني چارواکي له سرپرست حکومته غواړي، اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخیستل شي، خو اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې چا ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو پر وړاندې د افغانستان له خاورې کار واخلي.

د پاکستان رسنیو د فرانسې د خبري آژانس له قوله راپور ورکړی دی تمه کېږي چې دغه پاکستانی پلاوی د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت الله اخندزاده سره وګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه