Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له چارواکو سره د قطر د ځانګړي استازي لیده کاته

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد ځانګړي استازي د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو، کورنیو او پوهنې سرپرست وزیرانو او د استخباراتو له عمومي مشر سره لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي، د نجونو زده کړو او ښځو کار په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې دوحه د یوې داسې سیاسي اجماع په لټه کې ده چې په افغانستان کې امنیت او ټيکاو تامین کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«په دغو لیدنو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي یوې داسې پراخې سیاسي اجماع ته د رسېدو په برخه کې د دغه هېواد پر هڅو ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د امنیت او ټيکاو لامل شي.»

په ورته مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې دواړو لورو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، سیاسي همکاریو او بشري مرستو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل:«دواړو لورو د سیاسي همکاریو، د اړیکو پیاوړتیا او بشري مرستو کې د قطر خیریه بنسټ فعالیت په هکله مفصلې خبرې کړي. په دې لیدنه کې دوی وویل، چې شته فرصتونه باید ښه مدیریت او استفاده ترې وشي.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي د افغانستان د ستونزو په حل کې د قطر رول مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«د اسلامي امارت چارواکو او د قطر هېواد استازي ترمنځ خبرې به د افغانستان ستونزې حل کړي او په دې سره به طالبان کړې ژمنې هم زرور عملي کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن څرګندوي:«قطر د طالبانو لپاره په اوږده موده کې ښه مېلمه پالنه کړې ده او هر هغه څه چې د واقعیتونو د منلو په سطح کې دي، د قطر له ادرسه يې دوی ښه مني.»

د قطر پلازمېنه دوحه د هغه بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او ډیپلوماټانو کوربه ده، چې د افغانستان لپاره کار کوي او اسلامي امارت هم په دغه هېواد کې سیاسي دفتر لري چې مشري يې سهیل شاهین کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه