Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف افغانستان کې د وضعیت د لاخرابېدو په هکله اندېښمن دی

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ مېلیونه نور د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

د دغه بنسټ مرستیال عمر عابد، د برېټانیې له ای ټي وي نیوز سره مرکه کې وايي چې افغانستان له بدترين بشري کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او نړۍواله ټولنه باید افغانان هېر نه‌کړي.

هغه ټينګار کوي چې ۲۸ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي عابد زیاته کړه:«له بده مرغه وضعیت مخ پر خرابېدو دی، د ژمي له امله وضعیت ساده نه دی. افغانستان له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی او موږ اړتیا لرو چې له هغوی ملاتړ وکړو.»

ورته مهال ځينې اړمن له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له هغوی سره مرسته وکړي.

سفر علي د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو مسوولیت لري او په خپل لاسګاډي سره پر کار بوخت دی. دی وایي، چې د خوراک او پوښاک په برخه کې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.
 
نوموړي زیاته کړه:«اوس خو کار زیات نه دی مخکې ښه وو هر څه وو خو اوس نشته یوه ورځ ۱۰۰ روپۍ کار وکړ بله ورځ بې کاره یې.»
 
د کابل اوسېدونکی کریم شاه هم وايي:«له دې مخکې کار کېده، اوس کار نشته، څه خلک بهر ته ولاړل او اوس کار نه کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«که چېرې په دې برخه کې د نړۍوالو مرسته رسوونکو بنسټونو پاملرنه ونه شي موږ به له یوه ستر اقتصادي کړکېچ سره چې رامنځته شوې ده، دا ناورین به ډېر زور واخلي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي دي، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په پلېدو سره په افغانستان کې نږدې ۲۵ مېلیون تنه له بې وزلۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه