Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو پر وضعیت نیوکه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ژوندانه وضعیت ناوړه ګڼي او وایي چې په دغه هېواد کې ښځې او نجونې لا منزوي شوې دي.

ښاغلي ګوټرش په دغې وینا کې چې د یوناما په رسمي پاڼه کې هم خپره شوې، په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو پر وضعیت کلکه نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي:«په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي او په ټولنیز ژوند کې د بندیزونو له امله په انزاوا کې دي.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وایي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شوي او نړۍواله ټولنه باید د ښځو مسئله پر سرپرست حکومت د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.
                  
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«له دغو موضوعګانو دې سیاسي وسیله نه جوړوي او د فشار د وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي.»

بل خوا، یو شمېر ښځې له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی بنسټيزو حقونو ته درناوی وکړي او د زده کړو او تحصیل اجازه ورکړي.

زده کوونکې نرګس نیازۍ طلوع نیوز ته وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره ښوونځي، مدرسې او ټول ښوونیز مرکزونه د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.»

بله زده کوونکې آرزو رحماني هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر ترژره د ښوونځیو دروازې د ښځینه‌وو زده کوونکو پر مخ پرانیزي او همدا چې موږ ته اجازه راکړي چې درس ووایوو.»

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

د اسلامي امارت ویاند وایي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شوي او نړۍواله ټولنه باید د ښځو مسئله پر سرپرست حکومت د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.

تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ژوندانه وضعیت ناوړه ګڼي او وایي چې په دغه هېواد کې ښځې او نجونې لا منزوي شوې دي.

ښاغلي ګوټرش په دغې وینا کې چې د یوناما په رسمي پاڼه کې هم خپره شوې، په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو پر وضعیت کلکه نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي:«په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي او په ټولنیز ژوند کې د بندیزونو له امله په انزاوا کې دي.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وایي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شوي او نړۍواله ټولنه باید د ښځو مسئله پر سرپرست حکومت د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.
                  
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«له دغو موضوعګانو دې سیاسي وسیله نه جوړوي او د فشار د وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي.»

بل خوا، یو شمېر ښځې له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی بنسټيزو حقونو ته درناوی وکړي او د زده کړو او تحصیل اجازه ورکړي.

زده کوونکې نرګس نیازۍ طلوع نیوز ته وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره ښوونځي، مدرسې او ټول ښوونیز مرکزونه د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.»

بله زده کوونکې آرزو رحماني هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر ترژره د ښوونځیو دروازې د ښځینه‌وو زده کوونکو پر مخ پرانیزي او همدا چې موږ ته اجازه راکړي چې درس ووایوو.»

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه