Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې په زلزله کې ۱۰۰ افغان وګړي مړه او ټپيان شوي

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوشنبې پر سهار د ترکیې په زلزله کې کابو ۱۰۰ افغان وګړي مړه او یا هم ټپيان شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې په ترکیه کې د افغان وګړو د قربانیانو شمېر وروستی نه دی او ښايي چې زیات شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وویل:«د ترکیې په زلزلو کې تقریباً تر ۱۰۰ پورې افغانان شهیدان شوي او زخمیان شوي دي او دغه راز شاوخوا تر ۱۰۰ پورې د هغوی کورنۍ تخریب شوې دي.»

ورته مهال د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یوه کورنۍ د ترکیې په مرګونې زلزله کې د خپلې کورنۍ د درېېو غړو د مړینې له امله د ویر په ټغر ناسته ده.

دوی وایي چې د کورنۍ درې غړي یې د ترکیې په زلزله کې وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

د قربانیانو پلار عبدالشکور وايي:«زوی مې چې تر کنډوالو لاندې و، ژوندی و په خپله یې خبرې کولې چې ومې ژغورئ کله چې دویمه زلزله وشوه د ژغورنې ډله راغلې وه، دوی په کار بوخت وو چې په عین صحنه کې بله زلزله وشوه. »

د قربانیانو له خپلوانو عبدالنواب میهن پور هم څرګندوي:«پنځه تنه یې فعلاً په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او درې تنه نور یې، د دغې کورنۍ مېرمن، مشره لور یې او د دغې کورنۍ مشر عبدالرشید د دغې زلزلې له امله شهیدان شوي دي.»

بل خوا، د دغې مرګونې زلزلې یو شمېر عیني شاهدان د قربانیانو شمېر خورا زیات بولي.

ترکیه کې د پېښې شاهد شفیق مشفق وايي:«نن مې چې ډېر معلومات ترلاسه کړل، له بده مرغه د افغان کډوالو مرګ ژوبله چې په دغې پېښه کې یې زیان لیدلی مړه او ټپيان شوي څه باندې ۱۵۰ تنه ویل شوي دي.»

په همدې حال، یو شمېر هېوادوال له اسلامي امارته غواړي چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه دې په هېواد کې دننه کاري زمینې برابرې کړي.

د ترکیې او سوریې په ځینو برخو کې له مرګونې زلزلې درې ورځې تېرې شوې او تراوسه د څه باندې ۱۰ زره کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یوه کورنۍ د ترکیې په مرګونې زلزله کې د خپلې کورنۍ د درېېو غړو د مړینې له امله د ویر په ټغر ناسته ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه