Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: داسې سند نه دی ترلاسه شوی چې کابل کې د ایمن الظواهری وژل کېدل ثابت کړي

اسلامي امارت وايي چې تراوسه هېڅ داسې سند نه دی ترلاسه شوی چې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل ثابت کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ټينګار کوي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر وژل کېدل لاهم د یوې ادعا په حد کې ده.
                      
ښاغلي مجاهد وویل:«تراوسه موږ دې پایلې ته نه یوو رسېدلي او روښانه او څرګنده دلیل هم نه دی ترلاسه شوی چې ثابت کړي داسې یوه پېښه دې شوې وي، دا تراوسه هم د امریکا له خوا د یوې ادعا په حد کې ده چې موږ د قناعت وړ دلیل نه دی ترلاسه کړی.»

د کابل په یوې ډپيلوماټیک مېشته سیمه کې د امریکا د بې‌پيلوټې الوتکې په یوه برید کې د القاعده ډلې د مشر د وژل کېدو په هکله د سپینې ماڼۍ له ادعا شپږمیاشتې تېرېږي.

که څه هم کابل دغه برید وغنده؛ خو د مرګ ژوبلې او د ژول شویو د پېژاند په هکله یې جزیات ورنه کړل.

د سیاسي او نظامي چارو ځیني شنونکي وایي، چې د ایمن الظواهري وژل کېدل یوه معما ده او ټينګار کوي، چې یو نړۍوال ټيم دې په دې برخه کې د ګونګتیا د له منځه وړو لپاره څېړنه وکړي.
          
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«د عامه افکارو د ابهام لېرې کولو لپاره، غوره ده چې دواړه لوري هوکړه وکړي چې په دې هکله یوه نړۍواله مسلکي ډله څېړنه وکړي، او حقیقت د نړۍ او افغانستان خلکو ته ورسوي.»
         
د سیاسي چارو شنونکي بلال فاطمي وویل:«دا د ای اس ای او سي ای اې د خپلې ادعا د تطبیق لپاره چې افغانستان ګواکې د ترهګرۍ مرکز دی یو استخباراتي پلان دی.»

امریکا متحده ایالتونو د یکشنبې په ورځ، د روان کال د زمري پر لسمه د کابل په شیرپور سیمه کې یو هوایي برید وکړ او ادعا یې وکړه، چې په دغه برید کې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.

خو تر اوسه امریکامتحده ایالتونو هېڅ داسې ویډيو نه ده خپره کړې چې وښيي، ایمن الظواهري وژل شوی دی.

شریک یي کړئ