اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې له هېواده بهر د ډالرو لېږد کچه مشخصه کړه او افغانستان ته یې د سیمې د هېوادونو د پیسو راوړل منع کړل.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې له دې وروسته د ځمکې له لارې هېوادوال کولای شي پنځه سوه او د هوا له لارې کولای شي تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې له ځان سره ولېږدوي.
اعلامیه همدارنګه زیاتوي مسافر نه شي کولای له تعیین شوې اندازې زیات ډالر له هېواده ولېږدوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«پیسې، طلا او قیمتي څيزونه چې ترلاسه کېږي او د ریاست الوزرا تر نظر لاندې خوندي او یا هم ضبط شي.»
بل خوا د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه افغانستان ته د ډالرو د قاچاق په تړاو د پاکستان وروستۍ ادعا ردوي.
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځيرک څرګندوي:«د پاکستان حکومت او پاکستاني سوداګر ادعا کوي چې په مېلیاردونو ډالر له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېږي موږ د دې مطابق ادعا رد وو او دا مسئله برعکس ده ډالر له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.»
اخوا د سیاسي چارو ځيني شنونکي په دې برخه کې د لا ډيرو هڅو غوښتنه کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود طلوع نیوز ته وویل:«که چېرې اسعار قاچاق نه شي؛ زه فکر کوم چې یوه تر ټولو ستره ښه خبره ده د دې لپاره چې د افغانستان اصلي ستونزه د اقتصاد ستونزه ده د پانګې کموالی دی.»
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر هم وايي:«د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو په وړاندې د پولي پانګې د ساتنې لپاره یوه له کړنلارو له هېواده بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی دی. له یوې خوا د بهرنیو اسعارو په وړانډې د افغانیو ارزښت لوړېږي او له بلخوا د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو له کموالي او کمبود مخنیوی کېږي.»
په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي، که څوک له پورته اندازې ډېر ډالر ولېږدوي، د هر یو مېلیون ډالرو د لېږد مقابل کې به یو کال، تر یو مېلیونو کم د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت، او له یو لک د کمو ډالرو په مقابل کې به تر لسو ورځو پورې زنداني شي.