Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځانګړی کمېسیون په شېرپور کې د دولتي ځمکو ارزونه پیلوي

د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، په نږدې راتلونکي کې به د کابل په شېرپور سیمه کې د دولتی ځمکو د ارزونې لړۍ پیل کړي.

د دې کمېسیون ویاند وایي، د پخواني حکومت پر مهال په‌ې سیمه کې له پنځوس جریبه زیاته دولتي ځمکه په ناعادلانه توګه ویشل شوې ده.

ویل شوي چې دغه ځمکې پخوانیو چارواکو ته وېشل شوې دي.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند عبدالحمید جهادیار وايي: «زموږ تخنیکي هیات به د شیرپور په سیمه کې په غیرعادلانه ډول د وېشل شویو ځمکو څېړنه پیل کړي او له څېړنو وروسته به د افغانستان ولس سره خپلې پایلې شریکې کړي.»

بل‌خوا د کابل ښار شېرپور سیمې د ګذر وکیل او یو شمېر اوسېدونکي د غصب شویو ځمکو د څېړنې د بهیر له پیلېدو هرکلی کوي.

دغه اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې دولتي ځمکې له زورواکو بېرته راوګرځوي.

د کابل د شیرپور سیمې د ګذر وکیل سید محمد وايي: «موږ د دې پروسې له پیله هرکلی کوو، ځکه دا ځمکې بیت‌المال او د خلکو حق دی او بېرته باید له زورواکو راوګرځول شي.»

د کابل د شېرپور سیمې اوسېدونکی شمس‌الله وايي: «دغه ځمکې چې دي بیت‌المال او د افغانستان د ټولو خلکو حق دی او یو څلور نفره باید بیت‌المال غصب نه‌کړي.»

د شېرپور د ځمکو وېش له پیله له نیوکو سره مخ و. دغه ځمکې د کابل په شېرپور او وزیر اکبرخان سیمو کې پر پخوانیو چارواکو او د هغوی پر خپلوانو وېشل شوې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه