Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نړۍ د عدلیې وزارت سرپرست غوښتنه؛ له اسلامي امارت سره تعامل وکړئ

د عدلیې وزارت سرپرست له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له اسلامي امارت سره د دښمنۍ پر ځای تعامل وکړي او د رسیمت پېژندلو په اړه ګام پورته کړي.

د سرپرست حکومت دغه چارواکي د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لېدنه کې زیاته کړې، لوېدیځ هېوادونه پر اسلامي امارت د فشار راوستو په لټه کې دي.

د عدلیې وزارت ویاند وایي، د یوناما مشرې د عدلیې وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د افغانستان د عدليې او قضایي دستګاه او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې کړې دي.

د عدلیې وزارت ویاند عبدالحید جهادیار وايي: «ښاغلي وزیر د یوناما مشرې ته وویل چې نړۍ باید اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي یانې په‌دې مانا چې اسلامي امارت باید په رسمیت وپېژني.»

د عدلیې وزارت ویاند وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مشرې روزا اتونبایوا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

ښاغلی جهادیار زیاتوي: «په‌دې لېدنه کې د یوناما مشرې وویل، موږ له نړۍ او نورو هېوادونو غواړو چې خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په‌دې باور دي چې اسلامي امارت باید له نړۍ سره د تعامل لپاره په افغانستان کې د نجونو زده کړو او ښځو کار اړوند په خپلو فرمانونو غور وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: «له اسلامي امارته هیله لرم چې د ملګرو ملتونو منشور او شرایط چې د افغانستان د خلکو د دین او کلتور خلاف نه‌دي ومني، څو افغانستان خپل اصلي ځای خپل کړي.»

بل‌خوا، د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال رامیز الاکبروف سره په لېدنه کې د بشرپاله مرستو په تړاو خبرې کړي او په هېواد کې یې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر او مرستندویه سازمانونو فعالیت مهم بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه